د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۰:۶
د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په نازیان او اچین ولسوالیو کې د کانالونو صفا کولو په برخه کې دسیمې ٢٠٠ تنو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د اچین ولسوالی پېښې خوړ غني کلا کانال او د نازیانو ولسوالی تپي کلي کانال کې ٢٠٠ تنو ته د شل ورځو لپاره د کار زمینه برابره شوه.
ښاغلي محمد زیاته کړه، چې د یادو کارګرانو په مرسته به په دواړو کانالونو کې څه باندې یوولس کیلو متره کانالونو صفایي ترسره شي، چې ددې سره به ٢٠٠٠ جریبه ځمکه خړوبه او په منظم دول ورته اوبه ورسېږي. د ننګرهار د کرنې رییس وایي د کانالونو پاکولو موخه د اوبو ښه مدیریت او ضایعاتو مخنیوي دي.
وړاندې تردې هم یادې مؤسسې د کانالونو پاکولو سربېره د کرنې په برخه کې د بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستي ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت