د ننګرهار په دره نور کې د جیرن کانال په جوړېدو سره ګڼې ځمکې خړوبې شوي

naim.rezai
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۴:۳۸
د ننګرهار په دره نور کې د جیرن کانال په جوړېدو  سره ګڼې ځمکې خړوبې شوي

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
ننګرهار د افغانستان ختيځ کې پروت ولایت دى. اچين، بټي کوټ، چپرهار، هسکه مېنه، ښېوه، خوګياڼي، شېرزاد، پچيراګام، حصارک، کوټ، نازيان، سپين غر، غني خېل، ګوشته، مومندره، لعلپوره، بهسود، سره رود، دره نور، دوربابا، رودات او کامه یې ولسوالۍ دي.
ننګرهار چې، د ځانګړې هوا او غوره کرنیزو تولیداتو له کبله هميشه بهار يې هم بولي د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو او مېوو د توليد په برخه کې د هېواد له مخکښو ولایتونو څخه دی. یاد ولایت په پراخه کچه کرنیزې ځمګې او د اوبو پریمانه سرچینې لري.       ددې ولایت ډېری وګړي د کرنې او مالدارۍ له لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم د دې ولایت د بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو د لاسنیوی او له دوی سره د مرستې په پار په دې ولایت کې ګڼې کرنیزې پروژې پلي کړي دي، چې په ترڅ کې یې ورځ تر بلې د یاد ولایت کرنیز سکتور مخ په ښه کېدو دی.
د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ تر ډیره په لوړو او زرغونو غرونو پوښل شوی دی، چې د ننګرهار ولایت یو له خورا ارزښتمنو او شنو سیمو څخه ګڼل ګېږي.
د دره نور ولسوالۍ ډېری برخه غرنۍ او له زیاتو اوبو څخه برخنه ده، چې په ډېرو موسمونو کې په کافي اندازه اوبه لري. د کرکېلي لپاره ددې ولسوالۍ غوره اوبه او هوا ددې لامل شوې، چې د یادې ولسوالۍ ډېری اوسیدونکي  کرنې او بڼوالۍ ته مخه کړي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» په همکارۍ ددې ولایت په ګڼو ولسوالیو کې په بېلابېلو برخو لکه د اوبو لګولو شبکې، کرنیز ترویج، مالدارۍ، او نیالګیو تولید کې خپل فعالیتونه ترسره کوي، چې د یادو فعالیتونو له ډلې یې  په دره نور ولسوالۍ کې څلور د اوبولګولو کانالونه جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارلي دي، چې له هغې ډلې یو هم د جیرن کانال دي.
د جیرن کانال د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په شاهي کلا سیمه کې د ۱۱۸۰ مترو په اوږدوالي سره جوړ شوی دی، چې رغنیزې چارې یې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» په همکارۍ او د کرنې د پراختیا صندوق «IFAD» په مالي لګښت بشپړ شوې، چې زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه ترې خړوبېږي.
د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» سیمه ییز چارواکي وایي، چې د یاد کانال په جوړېدو سره د اوبو د ضعیاتو مخنیوی شوی او د کروندګرو د کښت هغه ځمکې چې له اوبو څخه محرومې وې ترې اوبه کېږي او تر څنګ یې زرګونه کورنۍ په نېغه او نانېغه توګه ترې برخمنې شوي دي.
د یادې پروژې د یو تن پلي کوونکی انجنیر بشیر محمد صاحب زاده په وینا د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې څلور د اوبولګولو کانالونه او په ټول ننګرهار کې شاوخوا ۴۰ ورته پروژې پلي شوي دي، چې په ترڅ کې یې د کروندګرو د اوبو ستونزې راکمې او د کرنیزو ځمکو حاصلات زیات شوي دي.
د یادو پروژو څخه برخمن شوي او د سیمې اوسیدونکي هم پلي شویو پروژو ته ځکه خوښ دي، چې له اوبو څخه پاتې کرنیزې ځمکې یې په جوړېدو سره خړوبې، د سیمې د زرغونتیا لامل، او د پاکو اوبو ستونزې یې راکمې شوي دي.
محمد یونس د شاهي کلا اوسېدونکی دی، هغه د جیرن کانال له جوړېدو څخه خوښ دی او وایي، چې د یاد کانال له لارې زرګونه هکتاره ځمکې خړوبې، د اوبو د ضایعاتو سل سلنه مخه نیول، او په نورو ګڼو برخو کې ورڅخه ګټه اخیستنه د دې کانال نورې ګټې دي.
دغه راز محمد یونس وایي، چې د یاد کانال له لارې د برېښنا پخوانۍ مرکز چې د اوبو د کمښت له امله د فلجېدو خواته راون وو په جوړېدو سره یې بیاځلې په کار پیل وکړ چې، په ترڅ کې یې د کورنیو هغه اړتیاوې چې د برېښنا په برخه کې درلودې تر ډېره حل شوې.
یاد د برښنا مرکز په دوه برخو کې تر ۵۰ کیلو واټو پورې برېښنا تولیدوي، چې شاوخوا تر ۳۰۰ پورې کورنۍ او سیمه ییز دوکانونه په بېلابېلو برخو کې  ترې ګټه اخلي.
د سیمې اوسېدونکي له حکومته غواړي، چې د ورته کانالونو د جوړېدو له لارې دې د برېښنا مرکزونه او هغه اړین وسایل، چې په برېښنا کې اغېزمن تمامېدای شي ورته جوړ کړي تر څو لا ډېرې اسنتیاوې ورته برابرې شي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت د همدې پروژې له لارې د ننګرهار ولایت  په سره رود ولسوالۍ کې د صواتي کانال رغنیزې چارې هم ۷۰ سلنه بشپړ کړي دي. او تر څنګ یې په ګڼو ولسوالیو کې د اوبو لګولو ګڼ شمېر کانالونه هم جوړ کړي دي، چې په زیاته اندازه کرنیزې ځمکې ترې خړوبېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت