د ننګرهار د مېوو کلیکسون کې پر سټروسو د زخې پیوند تجربې کیږي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۲ - ۹:۳۷
د ننګرهار د مېوو کلیکسون کې پر سټروسو د زخې پیوند تجربې کیږي

۱۱ مرغومي ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د کرنیزو خدمتونو امریت د مېوو کلیکسون کې د کارپوهانو له خوا له پنځه کلن ځنډ وروسته د سټروسو په اوو نیله بوټو نهه د زخې پیوند تجربې کیږي.

په دې تجربه کې د سټروسو ځانګړنې لکه د عناصرو قلت، ګموز معلومول، د مېوې رنګ، د مېوې اوبه «جوس»، خوږوالی، تروه والی، سوډیم کاربو هایډریډ، کیمیاوي تغییرات، مېوې کې د تیزابو کچه او داسې نور ځانګړنې څېړل کیږي.

دغه راز چاپېریالي شرایطو ته په پام سره او د وزارت مقام له قانوني پړاوونو وروسته په نیله بوټو د زخې پیوند د ښه توافق وروسته تر ټولو ښه ورایټۍ یې بڼوالو ته ورپېژندل کیږي او د کرنیزو خدمتونو مدیریتونو له خوا به بزګرانو ته د کر لپاره ورکول کیږی.

باید وویل شي، چې د ننګرهار د مېوو په کلیکسون کې د سټروسو ۶۶ ډولونه «ورایټۍ» دي، چې ۵۰ یې کورني او ۱۶ یې بهرني دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت