د ننګرهار بټي کوټ کې لسګونو بزګرانو سره د جوارو اصلاح شوي تخمونو او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د کورډیډ مؤسسې په مالي او د افغانستان د کلیو بیا ودانولو مؤسسې «آر،آر،اې،اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د بټي کوټ ولسوالی ۳۰۳بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي هایبرایډ تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ورکړل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې ددې پروسې په ترڅ کې هر بزګر ته یوکیلو د جوارو هایبرایډ تخم، ۲۵ کیلو توره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سرې ورکړل شوې او په کرنیزو وسایلو کې د درمل شېندلو پمپ، بېلچه، پنجې، رمبې، کوداله او لور هم ورکړل شوي دي.
ښاغلي محسن وویل، چې د جوارو لوړ حاصل ورکوونکو تخمونو د وېش موخه د اصلاح شوي تخمونو ترویج او دخوړوخوندیتوب رامنځته کول دي.
د افغانستان د کلیو دبیا ودانولو مؤسسې مسؤل حاجي فضل الرحمن توریالی وویل، چې د جوارو د اصلاح شویو تخمونو دوېش موخه د بزګرانو پیاوړتیا، او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي. نوموړې وویل یادو بزګرانو ته د جوارو دکتاري کرنې، اوبو لګولو، نرمکارۍ، کرنیزو عملیو او ناروغیو مخنیوي په موخه روزنه هم ورکول کېږي.
یاده اداره د اصلاح شوي تخمونو ترڅنګ د اوبو لګولو او روزنیزو برخو کې هم بزګرانو او مالدارانو ته چوپړتیاوی وړاندې کوي.