د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۱۶
د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په جلریز ولسوالی کې د همکارو مؤسسو  په تخنیکي همکارۍ د یوشمېر مستحقو بزګرانو ترمنځ د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې. 
د وېش دغه بهیر د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست تر نظارت لاندې ترسره شوه. د پلان له مخې، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره (یوریا) ورکړل شوي دي.
دمیدان وردګو ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، دا مرسته د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي، د کرنیزو چارو د ودې او د خوست ولایت د کرنې سکتور د پیاوړتیا په موخه عملي شوې ده.
بزګران د دې پروګرام هرکلی کوي او تمه لري، چې د یادو مرستو په مټ به د دوی د غنمو حاصلات د پام وړ لوړ شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت