د ملکیت حق د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په‌پار پکتیا ته د کرنې وزارت د پلاوی سفر 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۸
د ملکیت حق د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په‌پار پکتیا ته د کرنې وزارت د پلاوی سفر 

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست پلاوی د زونونو په کچه د ملکیت حق د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه پکتیا ولایت ته سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت مقام کې غونډه جوړه شوه، چې پکې د پکتیا والي، د دغه ولایت د کرنې رییس، مستوفي، د ګردېز ښاروال، له مرکز څخه د راغلي پلاوي غړي او د کرنې ریاست یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د پکتیا ولایت چارواکو د ملکیت حق د تثبیت واحد مرکز پرانیسته د خلکو د چارو د اسانتیا لپاره مهم ګام وباله او په دې برخه کې یې پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.
د کرنې وزارت استول شوي پلاوي هم د یاد مرکز د اهمیت په اړه وویل، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې له مخې د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د ملکیت حق د تثبیت واحد مرکزونه فعالېږي او نورو زونونو ته د پلاوي سفرونه هم دوام لري.
د مسوولینو په وینا، د دغه مرکز فعالېدل کولای شي د پکتیا اوسېدونکو د کور جوړونې اړوند ستونزې راکمې کړي او د قانون او اصولو مطابق د سرپناه جوړولو زمینه برابره کړي.
همداراز د سفر په پای کې د پکتیا ولایت د کرنې ریاست د ملکیت حق د تثبیت برخې کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ هم ترسره شو، څو هغوی خپلې دندې په اغېزمنه او معیاري توګه ترسره کړي.


هیئت وزارت زراعت برای افتتاح مرکز واحد تثبیت حق مالکیت به پکتیا سفر کرد
۲۱ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی از ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت حق مالکیت در سطح زون‌ها، به ولایت پکتیا سفر کرد.
در پی این سفر، نشستی در مقام ولایت پکتیا با حضور والی پکتیا، رئیس زراعت این ولایت، مستوفی ولایت، شاروال گردیز، اعضای هیئت اعزامی از مرکز و شماری از کارمندان ریاست زراعت برگزار شد.
در این نشست، مسئولان ولایت پکتیا افتتاح مرکز واحد تثبیت حق مالکیت را گامی مهم در راستای تسهیل امور مردم عنوان کرده و بر همکاری همه‌جانبه در این بخش تأکید کردند.
هیئت اعزامی وزارت زراعت نیز با اشاره به اهمیت این مرکز گفت که ایجاد مراکز واحد تثبیت حق مالکیت براساس هدایت رهبری امارت اسلامی در زون‌های مختلف کشور راه‌اندازی می‌شود و سفر هیئت به سایر زون‌ها نیز ادامه دارد.
به گفته مسئولان، فعال‌شدن این مرکز می‌تواند مشکلات باشندگان پکتیا را در بخش خانه‌سازی کاهش داده و زمینه را برای اعمار سرپناه مطابق قانون و اصول فراهم سازد.
همچنین در پایان این سفر، برای کارمندان بخش تثبیت حق مالکیت ریاست زراعت ولایت پکتیا ورکشاپ آموزشی برگزار شد تا آنان بتوانند وظایف خود را به‌گونه مؤثر و معیاری انجام دهند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت