د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا په پار ننګرهار کې د مالدارانو تجروبو شریکولو غونډه ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۲:۲۶
د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا په پار ننګرهار کې د مالدارانو تجروبو شریکولو غونډه ترسره شوه

۶ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي ټولنې مالي لګښت دمالدارانو تجروبو شریکولو او لبني محصولاتو نندارتون په لاره غونډه په لاره اچول شوې وه.
دننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د مالدارۍ په برخه کې د هالینډ کمېټې د کړنو ستاینه وکړه او دمالدارۍ محصولاتو، تولید کچې زیاتوالي، بازارموندنې، د څارویو روغتیا او ګڼو نورو برخو کې خبرې وکړې.
ښاغلي محسن د هالینډ کمېټې د تېرو کړنو ستاینه وکړه او  له مسولینو څخه یې په ننګرهار کې د څارویو د مختلفو واکسینونو، نسلونو اصلاح، ناروغیو مخنیوي، درملنې، وقایې، عامه پوهاوي او ګڼو نورو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه.
نوموړې دمالدارانو تجروبو شریکولو او نندارتونو په لاره اچول ددې سکتور دپیاوړتیا لپاره مهم وباله او د نورو داسي پروګرامونو برابرولو غوښتنه یي هم وکړ.
دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې دپروګرامونو مسؤل داکتر فریدون قیومي  په ننګرهار کې د هالینډ کمېټې پر روانو کړنو، واکسینونو،چیجیو ضد درملو، خوراکي توکو زیرمتونونو، څارویو کلنیکونو تمویل او جوړولو خبرې وکړې.
نوموړي وویل، چې د مالدارانو تجاربو شریکول او دلبني محصولاتو نندارتون جوړول د هالینډ کمېټې لويو موخو څخه ده او د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا او د مالدارۍ سکتور ته پراختیا ورکولو مو لومړیتوب دی.
دغه راز دمالدارانو تجاربو شریکولو په مراسمو کې د لسو ولسواليو څخه ۱۵ ترسره شوې فعاليتونه او پروسیس شوی محصولات نندارې ته اېښودل شوې وو

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت