د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر یوشمېر اړمنو مالدارو کورنیو دمالدارۍ اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۳۲
د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر یوشمېر اړمنو مالدارو کورنیو دمالدارۍ اړونده توکي ووېشل شول

۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې او د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي ملاتړ، د بادپښ ولسوالی ۳۲ اړمنو مالدارو کورنیو ته د څارویو د غوجلو د ترمیم په موخه اړین وسایل او توکي ووېشل شول.
یاده مرسته د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د بادپښ ولسوالی د مرستیال، د کرنیزو چارو د مدیر قاري خدای نور، او د هالینډ کمېټې د ولایتي مسؤل ډاکټر محمد بیدار سیرت په حضور کې ترسره شوه.
په وېشل شوو توکو کې، د هر مالدار لپاره دوه بوجۍ سیمنټ، دوه منه چونه، یو کیلو سریش (پاکټ)، د رنګمالۍ برس، شپږ متره رخت، لس چوفتۍ د مسطح لپاره، نیم کیلو میخ، یو عدد هوا کش، او یوه فلزي کړکۍ (د جالۍ سره، متر په متر) شامل وو.
د دغې پروژې موخه د اړمنو مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د څارویو د ساتنې او حفظ‌الصحې شرایطو ته وده ورکول، او د مالدارۍ سکتور پیاوړی کول او پراخول بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت