د قوش‌تېپې کانال ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې د طرحې چمتو کولو په پار هلې ځلې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۱:۴۲
د قوش‌تېپې کانال ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې د طرحې چمتو کولو په پار هلې ځلې

۲۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د قوش‌تېپې کانال سیمې له ځمکې څخه د اغېزمنې استفادې د طرحې جوړولو د هلو ځلو په دوامد کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍد قوش‌تېپې کانال ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې د څرنګوالي په پار د خبرو اترو په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د دغه وزارت د مالدارۍ، اوبولګولو، بڼوالۍ او کرنې ریاستونو رئیسانو، متخصصینو او انجینرانو  شتون درلود او د طرحې د ترتیب په موخه یې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
په دې غونډه کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني  د قوش‌تېپې کانال له ځمکې څخه د موثرې او ښې ګټې اخیستنې په موخه د کاري پلان د جوړولو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ هدایت څرګند کړ او غوښتنه یې وکړه، چې ددې طرحې د لا بډاینې په پار دې د بېلابېلو سکتورونو کارپوهان دې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.
هغه د قوش‌تېپې کانال څخه ښه ګټه اخیستنه د خلکو د ژوند او اقتصاد په بدلون کې اغېزمنه وبلله او د افغانستان د خلکو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو د راوستلو لپاره یې د هر اړخیز او اغېزمنې طرحې په جوړولو ټینګار وکړ.

تلاش‌ها جهت ترتیب طرح استفاده موثر از زمین‌های کانال قوش تپه 
 ۲۳  جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
به ادامه تلاش‌ها جهت ترتیب طرح استفاده موثر از زمین های ساحه کانال قوش تپه جلسه‌ای به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالدرای به منظور بحث پیرامون چگونگی استفاده موثر و بهتر از کانال قوش‌تپه برگزار گردید.
در این جلسه روساء، متخصصان و انجینران بخش مالداری، آبیاری، باغداری، زراعت این وزارت حضور داشته نظریات و پیشنهادات خویش را شریک ساختند جهت ترتیب طرح ابراز نمودند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در  این جلسه هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان را مبنی بر ساخت راه‌ کاری در جهت استفاده موثر و بهتر از زمین‌های کانال قوش‌تپه بیان داشته و خواستار شریک سازی نظریات و پیشنهادات متخصصان بخش مختلف در این راهکار شد.
موصوف استفاده بهتر از کانال قوش تپه را در تغییر زندگی و اقتصاد مردم موثر دانسته و تاکید بر ساخت طرح جامع و موثر جهت ایجاد تغییر مثبت در زندگی مردم افغانستان کرد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت