د غزني دکرنې رییس د خصوصي سکټور د پراختیا له چارواکو سره وکتل

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۲۱
د غزني دکرنې رییس د خصوصي سکټور د پراختیا له چارواکو سره وکتل

۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د غزني ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس د دې رياست د یوشمېر نورو چارواکو په شتون کې د خصوصي سکټور د پراختیا له چارواکو سره په يوه کاري ناسته کې د کرنيزو او حيواني محصولاتو د توليدي فابريکو، کرنيزو او مالدارۍ بنسټونو د ليدنې او ارزونې په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې.

په دې ناسته کې د فابريکو د فعاليتونو وضعيت، د توليد ظرفيتونه، د کرنې او مالدارۍ په وده کې د خصوصي سکټور رول او د دولتي ادارو او خصوصي بنسټونو ترمنځ همغږي وڅېړل شوه. همدارنګه، په سکټوري برخه کې شته ستونزې، لکه د توليد، بازارموندنې، د محصولاتو د پروسس او تخنيکي اړتياوو ستونزې تر بحث لاندې ونيول شوې.

د ناستې په پای کې د همکاريو پر پياوړتيا، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او د غزني ولايت د کرنيزو او حيواني توليداتو د ښه‌والي او پرمختګ لپاره د عملي حل لارو پر موندلو ټينګار وشو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت