د سپینو زرو د تولید او صادراتو زیاتوالی

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۶:۴۷
د سپینو زرو د تولید او صادراتو زیاتوالی

دهقان (بزګر) اوونیزه / محمد تمیم صدیقی
پنبه چې، په نړۍ کې په سپین زر هم یادېږي له زعفران وروسته د افغانستان له ارزښت لرونکو تولیدي بوټو څخه شمېرل کېږي. اوسمهال بلخ، هلمند، کندز اوهرات کې د پنبې کرکېلي او تولید ته ورځ تربلې د خلکو لېوالتیا زیاتېږي او له زعفرانو وروسته یاد نبات د هېواد د سترو کورنیو تولیداتو په ډله کې ده.
پنبه له هغو صنعتي نباتاتو څه دی، چې د سیمې او نړۍ په کچه ورته اړتیا ورځ تربلې زیاتېږي.
په افغانستان کې د پنبې د ښه کیفیت ترڅنګ، د مناسبې اوبو او ځمکې شتون، د مساعد اقلیمې شرایطو شتون، عاید لرونکو نباتاتو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا، بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو په پار د دوو سوداګریزو بندرونو شتون، د پنبې د پروسس او صادراتو د شرکتونو شتون او د سیمه ییزو بازارونو شتون ددې لامل شوي، چې افغانستان د یاد ارزښت لروکي نبات په تولیدوونکی هېواد بدل کړي.
په دې برخه کې هغه ولایتونه در پېژنو چې د پنبې د کرکېلي په برخه کې مخکښ دي.
بلخ:
بلخ څه باندې ۳۵ زره ټنه مالوچ تولید کړی دی.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د پنبې د کروندو د زیاتوالي خبره کوي او وایي، چې سږکال ددې ولایت په ۱۹ زره او ۶۰۰ هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې وه، چې د تېرکال په پرتله ۶۰۰ هکټاره زیاتوالی ښیي.
د بلخ د کرنې رییس سالم ساعي وایي، چې سږکال د بلخ په ولایت کې نږدې ۵۰ زره ټنه مالوچ تولید شوي دي. خو د کرنې وزارت د احصایي شمېرې ښیي، چې په ۱۳۹۹یم کال کې د بلخ د مالوچو د تولیداتو کچه څه باندې ۳۵ زره ټنه ده.
د ښاغلي ساعي په خبره د بلخ ولایت د شولګرې، دهدادي، نهرشاهي، شورتپه، کلدار، دولت آباد، بلخ، چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې تر نورو سیمو د پنبې کرکېله زیات دي او ددې ولایت د پنبې ډېره برخه په یادو ولسوالیو کې تولیدېږي.
هغه زیاته کړه، چې د پنبې بېلابېل نژادونه (ورایټۍ) شتون لري خو د پوزه ایشان، ترکۍ او اکالا نژادونه یې د پنبې د سیمه ییزو تخمونو په پرتله لوړ حاصل ورکوي او ښه کیفیت لرونکي دي. د ساعي په خبره د یادو تخمونو د حاصل منځنۍ کچه د خاورې د تولید د کیفیت په پرتله توپیر کوي.
مالوچ د کورني بازار ترڅنګ نړیوال بازار هم لري، چې په سمه توګه بسته بندي کېږي او پاکستان ته صادرېږي.
پنبه په دوو پړاوونو کې راټولېږي، چې ورته «چین» وايي. له پنې څخه دمالوچو د ټولولو لومړي پړاو په داسې وخت کې پېلیږي، چې د پنې غوزې ۶۰ سلنه وغوړېږي او د پنبې کروندې ځانته سپین رنګ غوره او په سپین رنګ ښایسته شي. له پنبې څخه د مالوچو ټولولو دویم پړاو له لومړي پړاو څخه دوه اوونۍ وروسته پیلېږي خوکه تر دوو اوونیو د پنبې غوزې لانه وي غوړېدلې ورته فرصت ورکوي، چې د مني باران او یا د منې د پرخې په واسطه یې غوزې نمجنې شي او چې کله هوا ګرمه شې بیا یې غوزې وغوړېږي، چې په دې پړاو کې ټولې غوزې او پنبې ټولېږي.
کله چې له کروندو څخه پنبه راټول شي، بیا د پنبې ساقې لمر ته اچول کېږي، چې ښه وچ شي بیا د سون لرګي په توګه ورڅخه ګټه پورته کېږي، چې بزګران له دې لارې هم ښه ګټه تر لاسه کوي.
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ یو تن بزګر عارف وایي، له څو کالو را په دېخوا د پنبې کرکېله کوي. هغه چې پنځه جریبه ځمکه لري، ښه عاید هم ترې تر لاسه کوي. عارف د کرنې له وزارته غواړي، چې دیاد محصول د افتونو او ناروغیو په برخه کې له دوی سره لازمې مرستې وکړي.
د شورتپې ولسوالۍ یوتن ځمکوال قادر بیا وایي، د خدای شکر دی، زحمت باسو او ښه حاصل ترلاسه کوو، د مزارشریف مالوچ ښه نوم او بازار لري. په کورنیو بازارونوکې هره کلیو پنبه له ۱۲۰ تر ۱۴۰ افغانیو خرڅېږي.
هلمند:
د هلمند د پنبې سږني حاصلات لس سلنه زیات شوي دي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د پنبې سږني حاصلات د تېرکال په پرتله لس سلنه زیات شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې سږکال ددې ولایت په ۱۵ زره او ۵۴۵ هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې وه، چې له یادو کروندو څخه ۱۷ زره او ۹۹ ټنه پنبه تولید شوي دي.
زلمي الکو وویل، چې د هلمند ولایت د مرکز ترڅنګ ددې ولایت د نادعلي، مارجې، ګرمسېر، خانشین، دیشو، ناوه، ګرشک، سنګین، کجکي، موسی کلا، باغران، نوزاد او واشېر ولسوالیو کې د پنبې کرکېله کېږي.
پنبې کرکېلي ته د هلمند مناسب اقلیمي شرایط ددې لامل شوې، چې په دې ولایت کې د پنبې کرکېله ښه پایله ورکړي او یاد ولایت د پنبې د تولید په برخه کې د سترو تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې راشي.
د موسی کلا ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی اجمل وایي، چې د هلمند مالوچ ځانګړې شهرت لري. هغه چې لس جریبه ځمکه لري، د نورو محصولاتو ترڅنګ پنبه هم کري. هغه وایي، چې پنبه ښه عاید او بازار لري. اجمل د کرنې له وزارته غواړي، چې د پنبې د بازارموندنې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.
هرات:
هرات کې سږکال یوزرو ۷۰۳ ټنه مالوچ تولید شوي دي.
د هرات دکرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت د پنبې سږني حاصلات د تېرکال په پرتله لس سلنه زیات شوي دي. د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر بشیر احمد وایي، چې سږکال ددې ولایت په یوزرو ۱۳۵ هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې وه، چې له یادو کروندو څخه یوزرو ۷۰۳ ټنه مالوچ تر لاه شوي دي.
بشیر احمد وویل، چې د وخت په تېرېدو سره په دې ولایت کې د پنبې د پروسس فابریکې ډېرې شوي دي او د هرات مالوچ د پاکستان، چین او ترکمنستان هېوادونو ته صادرېږي.
د ځمکې شتون، د اوبیزو سرچینو شتون، مناسب اقلیمي شرایط او د بشري سرچینو کافي شتون ددې لامل شوي، چې د هرات ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د پنبې کرکېلي او تولید ته لار هواره کړي. د هرات په ولایت کې له زعفرانو وروسته پنبه هغه ارزښت لرونکی محصول دی، چې بزګران یې کرکېلي او تولید ته ډېره لېوالتیا لري.
د هرات هغه بزګران چې د پنبې کرکېله کوي وایي، چې له زعفرانو وروسته پنبه هغه بوټی دی، چې ښه عاید لري او د کوکنار ښه بدیل دی.
 د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ یوتن بزګر کریم وایي، چې په دې وروستیو کې پنبې کرکېلي ته د هراتي بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې ده، او د هرات ولایت اوبو او هوا ته په کتو په دې ولایت کې د پنبې کرکېله ښه پایله ورکوي. کریم وایي، هلې ځلې کوي، چې تر دې وروسته د پنبې په برخه کې پانګونه وکړي، ځکه کورني او نړیوال بازار لري.
د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ یو تن بزګر اجمل بیا وایي، چې پنبه یو عاید لرونکی محصول دی. څو کاله کېږي، چې ۱۰ جریبه ځمکه کې پنبه کري او حاصل یې بازار ته وړاندې کوي، خو د دولت او خوصوصي سکټور له نه پاملرنې سرټکوي او وایي، چې په دې برخه کې په سمه توګه پانګونه نه ده شوې.
د پنبې په هکله:
پنبه د صنعتي نباتاتو له ډلي څخه يو ګټور او ارزښتناک نبات دی او د څو کلنو نباتاتو په ډله کي راځي مګر د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د يو کلن بوټي په څېر کار اخیستل کېږي. پنبه د نړۍ د ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې کرل کېږي، چې له هغې ډلې څخه عمده توليدونکي هېوادونه یې چين، هند، روسيه، مکسيکو، برازيل، پاکستان، سوډان، ترکيه دي. موادو يو ستر قلم هم د پنبې په دانه کي له٢٠-٢٧سلنې پورې غوړي شته او په ډول ډول خواړو کي ترينه استفاده کېږي. هغه کنجاړه چې له پنبه دانې څخه تر لاسه کېږي تر ٤٠ پورې پروتيني مواد لري او همدارنګه پوټکي يي د پنبه دانې فرعي محصولات تشکيلوي د څارويو لپاره ښه غذا ده .
پنبه هغه بوټی دی، چې کښت لپاره کافي اوبو ته اړتیا لري، د اوبو کموالی او د تودوخې زیاتوالی ددې لامل کېږي، چې د پنبې بوټي ژر ګل وکړي. په هغو سیمو کې چې د ورښتونو کلنۍ کچه یې ۴۰۰ تر ۶۵۰ میلي مترو ته رسېږي د پنبې کرکېله ښه پایله ورکوي، خو په ټوله کې د پنبې بریالی کښت د پنبې کروندو ته منظمه اوبه ورکول او دغه راز د کروندو د اوبوکولو ترمنځ دقیقه فاصله او په منظمه توګه اوبه کول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹
Background image

خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

بازگشت