د زیتونو د تولید د پراختیا هڅې؛ ننګرهار کې د زیتونو بڼونه د پام وړ ودې ته رسېدلي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۱
د زیتونو د تولید د پراختیا هڅې؛ ننګرهار کې د زیتونو بڼونه د پام وړ ودې ته رسېدلي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د زیتونو بڼونو د جوړولو او د زیتونو د تولید د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي، چې په پایله کې یې په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار کې د زیتونو بڼونه د پام وړ ودې ته رسېدلي دي.
په همدې لړ کې، د د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم درېیم بلاک کې د زیتونو بڼونه دا مهال په ښه وضعیت کې دي او ټوله ساحه د شنو زیتونو ونو له امله ځانګړې ښکلا خپله کړې ده.
د درېیم بلاک د مسؤل مدیر د معلوماتو له مخې، په دې بلاک کې شاوخوا ۸۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو بڼونو ته ځانګړې شوې، چې ونې یې دا مهال په مناسبه وده کې دي او د ښه حاصل ورکولو تمه ترې کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د رهبرۍ د دوامداره پاملرنې او ملاتړ له امله هیله ده، چې په روان کال کې به له یادو بڼونو څخه د زیتونو د پام وړ حاصلات ترلاسه شي، چې دا به د کرنیزو عوایدو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په خپلو بېلابېلو فارمونو کې د بڼوالۍ او کرنې د پراختیا لپاره پراخې هڅې روانې ساتلې دي. یادې هڅې نه یوازې د زیتونو د تولید د زیاتوالي لامل ګرځي، بلکې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا، د کارموندنې رامنځته کېدو او د کورنیو تولیداتو د ودې په برخه کې هم مهم اغېز لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۲۲
Background image

د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو په ولسوالی کې ۲۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د پروسس توکي ووېشل شول

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو په ولسوالی کې د خوراکي توکو د پروسس د ملاتړ په موخه، ۲۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د پروسس ځانګړي کیټونه ووېشل شول.
یا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۱۰
Background image

کونړ کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۶
Background image

ختیځ زون کې په مېوه لرونکو ونو نږدې یو میلیونه زخي تثبیت او براورد شوي

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او دمالدارۍ ریاست د تخمونو تصدیق د ورکړې امریت کارکوونکو له لورې د ختیځ زون (ننګرهار، کونړ او لغمان ) ولایتونو کې. . .

بازگشت