د روزګان دوو ولسوالیو کې پر بېوزلو کورنیو د شېدو ورکوونکو وزو وېش

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۱۹
د روزګان دوو ولسوالیو کې پر بېوزلو کورنیو د شېدو ورکوونکو وزو وېش

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بېوزلو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا او د سیمه ییز اقتصاد د ودې په موخه، د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ددې ولایت د خاص روزګان په ولسوالی کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې «یوان‌ډي‌پي» په مالي او د حرکت مؤسسې تر چتر لاندې، ۲۵۱ مستحقو کورنیو ته د مالدارۍ مرستې ووېشل شوې.
په دې پروګرام کې هرې کورنۍ ته د چیلي نسل دوه شېدو ورکوونکې وزې له دوو بچیو سره یوځای ووېشل شوه. همدارنګه د مواشیو د ساتنې او تغذیې د ملاتړ په موخه، هرې کورنۍ ته د څارویو خوراکي توکي او د مالدارۍ آخورونه هم ورکړل شول.
د یادو مرستو د وېش لړۍ د حرکت مؤسسې له لوري د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د یاد ریاست د مسؤلو کارکوونکو او د اړوند دفتر د استازو په حضور کې په شفاف او منظم ډول ترسره شوه.
د دې پروګرام د تطبیق موخه د زیانمنو کورنیو د معیشتي وضعیت ښه‌والی، د مالدارۍ پیاوړتیا، د لبنیاتو د تولید زیاتوالی او د کورنیو په کچه د نسبي ځان‌بسیاینې رامنځته کول دي. د دې ډول پروژو تطبیق د فقر د کمولو او د دوامدارو معیشتي فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت