د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالی کې د امونو نمونوي کرکېله مثبته پایله ورکړې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۱۷
د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالی کې د امونو نمونوي کرکېله مثبته پایله ورکړې

۱۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د نوي کوټ کلي بزګرانو له‌خوا په نمونوي ډول کرل شوي امونه مثبته پایله ورکړې ده.
د یادې سیمې کروندګر وايي، چې د امو دا کرکېله د دوی د زیاتو هڅو، دوامدارې پاملرنې، عضوي سرې کارولو او منظمې اوبه‌لګونې له برکته بریالۍ شوې ده. د دوی په وینا، د آمو خوند، اندازه او کیفیت بې‌ساری او د بازار غوښتنې سره سم دي.
د کرنې برخې کارپوهان دغه پرمختګ د یادې ولسوالی لپاره یو ښه زېری بولي او وایي، چې که ورته پاملرنه دوام وکړي، نادرشاه کوټ به د آمو له مهمو تولیدوونکو سیمو څخه وشمېرل شي.
د کروندګرو دا بریا د خوست ولایت د کرنیز سکتور د ودې لپاره یو مثبت ګام ګڼل کېږي، چې نه یوازې د بزګرانو اقتصاد به پیاوړی کړي، بلکې د امو د صادراتو لپاره هم زمینه برابرولی شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي په ترکیه کې د لمر ګل د غوړیو د تولید فابریکې څخه لیدنه وکړه

۱۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ ترکیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۱۸
Background image

د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست په تالار کې سکټوري غونډه دایره شوه

۱۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د یو لړ اړوندو ادارو ترمنځ سکټوري غونډه دایره شوه.
په یاده غونډه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د هلمند دکرنې رییس د ناوې او بولان سیمو دځمکوالو او بڼوالو ستونزې وارېدې

۱۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د مرکز د ترویج عمومي مدیر قاري مسلم په ملتیا د ناوې ولسوالی او بولان. . .

بازگشت