د خوست ولایت اسماعیل خېلو او مندوزیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۲۳
د خوست ولایت اسماعیل خېلو او مندوزیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارمندانو له لوري په مسلکي او فني ډول د شولو ننداریزو کروندو جوړولو په پار بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه.
 د یادو ننداریو کروندو جوړولو سره به د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی بزګران د عصري او کرکېلې سره بلد شي،  ترڅنګ به د انتخاب شوي بزګرانو شولو قطعات له نورو همجوارو سیمه ییزو شولو کروندو سره د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت او لوړ حاصل ترلاسه کولو  په برخه کې پرتله کړي، هم به ياد بزګران د راتلونکي فصل لپاره معياري او  باکیفیته شولو تخم ولري اوترڅنګ یې نور بزګران به هم ورڅخه ګټه پورته کړي. 
د یادونې وړ ده، چې یاد ننداریزې کروندې د کرنې سکتور ودې، عصري او میکانیزه کرکېلي ته د نورو  بزګرانو د هڅونې په پار جوړېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۵۴
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ولایتونو د چارو نوی رییس معرفي شو

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام د دفتر د کورنیو اړیکو آمر داملا شفیق‌الله رسولي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ولایتونو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۱
Background image

د بغلان خوست ولسوالی کې د حیواني درملتونونو څارنه وشوه

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دبغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

پکتیکا کې ۱۲۵ مستحقو مالدارانو ته د مالدارۍ کیټونه ووېشل شول

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د اړیکو دفتر د یاد ولایت په اوو (۷) ولسوالیو کې د کرنیزو پروژو د تطبیق. . .

بازگشت