د خوست مرکز او شاه ولیکوټ ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۴
د خوست مرکز او شاه ولیکوټ ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ددې ولایت د مرکز او شاه ولیکوټ ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارمندانو له لوري په مسلکي او فني ډول د شولو ننداریزو کروندو جوړولو په پار بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه.
 د یادو ننداریو کروندو جوړولو سره به بزګران د عصري او کرکېلې سره بلد شي،  ترڅنګ به د انتخاب شوي بزګرانو شولو قطعات له نورو همجوارو سیمه ییزو شولو کروندو سره د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت او لوړ حاصل ترلاسه کولو  په برخه کې پرتله کړي، هم به ياد بزګران د راتلونکي فصل لپاره معياري او  باکیفیته شولو تخم ولري اوترڅنګ یې نور بزګران به هم ورڅخه ګټه پورته کړي. 
د یادونې وړ ده، چې یاد ننداریزې کروندې د کرنې سکتور ودې، عصري او میکانیزه کرکېلي ته د نورو  بزګرانو د هڅونې په پار جوړېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۳۷
Background image

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی کې د حیواني کلینیکونو د فعالیتونو څارنه ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر، مفتي عزیزالرحمن عزیز، په مشرۍ ګډ پلاوي د خوږیاڼو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د یو شمېر حیواني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د علفې میده کولو ماشینونه او منرالي خښتې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې نړۍوالې ادارې «افاې»‌او په مالي ملاتړ او د«ان‌سي‌اراو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د مهترلام ښار ۵۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

بغلان کې د شاتو تولید مخ پر زیاتېدو؛ ۳۸۰ فارمونه په کلني ډول تر ۳۵ مټریک ټنه شات تولیدوي

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې او د شاتو تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا مهال شاوخوا ۳۸۰ د شاتو تولید فارمونه په. . .

بازگشت