د امو سیند دتخریباتو مخنیوي او اغېزمنې استفادې په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۰:۷
د امو سیند دتخریباتو مخنیوي او اغېزمنې استفادې په موخه غونډه دائره شوه

۳۰چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ؛ د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال انجنیر مجیب الرحمن عمر، د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د اقتصادي چارو رییس ابراهیم حکمت او د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو د یوشمېر رییسانو او سلاکارانو په حضور کې د امو سیند دتخریباتو د مخنیوي او اغېزمنې استفادې په موخه غونډه دائره شوه.
 په دې غونډه کې د امو سیند له اوبو څخه د کرنې په برخه کې د اغېزمنې استفادې او د سېلابونو په موسم کې د دې سیند د تخریب د مخنیوي په اړه خبرې وشوې او ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل.
د يادونې وړ ده، چې د امو سیند د افغانستان يو له سترو سیندونو څخه دى، چې هر کال د اوړي په موسم کې د هېواد په شمالي ولايتونو کې د زرګونه جریبه ځمکې د تخریب لامل کېږي او خلکو ته ستر زيانونه اړوي.

نشستی به منظور جلوگیری از تخریبات و استفاده موثر از دریای آمو دایر شد
۳۰ سرطان ۱۴۰۳ه‍.ش
نشستی تحت ریاست مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور انجینر مجیب الرحمن عمر معین وزارت انرژی و آب، ابراهیم حکمت رییس امور اقتصادی معاونیت اقتصادی رییس الوزرا و روساء و مشاورانی از وزارت‌های امور داخله و امور خارجه امارات اسلامی افغانستان دایر گردید.
در این نشست پیرامون چگونگی استفاده موثر از آب دریای آمو در  بخش زراعت و جلوگیری از تخریبات این دریا در فصل آب خیزی بحث گردید و حاضران نظریات خویش را شریک نمودند.
قابل ذکر است دریای آمو از بزرگترین دریاهای افغانستان است که همه ساله در فصل گرما باعث تخریب هزاران جریب زمین در ولایت‌های شمال کشور می‌گردد و به مردم ضررهای زیاد وارد می‌کند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

خوست کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د غنمو د حاصلاتو د لوړولو او د معیاري. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۵
Background image

هلمند کې یوشمېر حیواني درمل پلورنځۍ او عیر معیاري قصابۍ وتړل شول

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسوولینو د ګرشك ولسوالی د حیواني درملو پلورنځیو پراخې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۰
Background image

فاریاب کې د څاڅکو اوبولګولو پروژه او د بدیل معیشت کمپاین پرانیستل شو

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار کې د بدیل معیشت د پوهاوي. . .

بازگشت