د افغانستان د ځمکو د سروې کمیټې د خپلو فعالیتونو راپور د کرنې وزیر ته وړاندې کړ

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۹:۳۹
د افغانستان د ځمکو د سروې کمیټې د خپلو فعالیتونو راپور د کرنې وزیر ته وړاندې کړ

د افغانستان د ځمکو د سروې د طرحې د ترتیب کمېټې غړو خپل کاري راپور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري ته وړاندې کړ.
یاده طرحه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایت پر اساس، د هېواد د ځمکو د سروې په موخه ترتیب شوې ده. په دې غونډه کې، د یادې کمیټې غړو د ځمکو د سروې د طرحې د اجراآتو راپور د پریزنټیشن له لارې وزیر ته وړاندې کړ او د تطبیق مراحلو جزئیات یې بیان کړل.
د دې طرحې موخه له اوبیزو سرچینو څخه د غوره ګټې اخیستنې او د فغانستان دکرنې سکټور د پراختیا په پار د هېواد د کرنیزو ځمکو پېژندنه او ارزونه ده، تر څو د افغانستان د کرنیز سکتور پراختیا ته زمینه برابره شي.
د کرنې وزیر د کمیټې له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې طرحې دقیق تطبیق د کرنیز وضعیت د ښه والي او د ځمکو د مثمرې استفادې لپاره ډېر مهم دی.

ارائه گزارش کارکرد کمیته سروی اراضی افغانستان به وزیر زراعت
کمیته موظف ترتیب طرح سروی اراضی افغانستان گزارش کارکرد خود را به مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری ارایه کرد.
این طرح به اساس هدایت عالیقدر امیرالمؤمنین، به منظور سروی اراضی کشور، ترتیب گردیده است. در این جلسه، اعضای کمیته موظف طرح سروی اراضی افغانستان گزارش کارکرد خود را به‌صورت پرزنتیشن به وزیر زراعت ارایه کردند و جزئیات مراحل اجرایی این طرح را مطرح ساختند.
هدف از این طرح، شناسایی و ارزیابی اراضی کشاورزی کشور به منظور بهبود استفاده از منابع آبی و توسعه سکتور زراعت در افغانستان است. وزیر زراعت از تلاش‌های کمیته قدردانی کرده و بر اهمیت اجرای دقیق این طرح در راستای بهبود وضعیت کشاورزی و بهره‌وری اراضی تأکید نمود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۹
Background image

خوست کې د کیلې کرنه؛ یو بزګر د زحمتونو  په درشل کې نوې هیلې را ژوندۍ کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت یو تن بزګر، چې له څو کلونو راهیسې د کیلې په کرنه بوخت دی، وایي چې دغه مېوه لرونکی بوټی په دغه ولایت کې په خورا بریالیتوب سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ  کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه 

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مرسته  ۳۰ تنو بزګرانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه «ان.سي.آر.او» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او. . .

بازگشت