د ابونصر فراهي بندر ته د فراه دکرنې رییس سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۰:۳۴
د ابونصر فراهي بندر ته د فراه دکرنې رییس سفر

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی شاه محمد «حاجي سروري» ابو نصر فراهي بندر ته د سفر په ترڅ کې له اړوندو چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د فراه دکرنې رییس ددې بندر د کمیسار مرستیال سره په کتنه کې د کمیسارۍ ځمکه جلا او ورته تسلیم شو.
دغه راز د ګمرک له رییس سره په کتنه کې پر قرنطیني مسایلو د خبرو اترو ترڅنګ د ګمرک ریاست ځمکې ورته تسلیم او ترڅنګ یې د ترانسپورټ ځمکه هم مشخص او د قرنطین ۲۵ جریبه ځمکه هم تشخیص او تثبیت شو.
دغه راز د فراه دکرنې رییس له خوا په دې بندر کې د ټانګرو او لویو موټرو لپاره تم ځآی هم تثبیت شو.
په همدې حال کې، د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی شاه محمد «حاجي سروري» د سوداګرۍ خونې له مرستیال حاجي ملا ذکریا سره هم په کتنه کې د سوداګرو پر ستونزو خبرې اترې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت