دکرنې وزارت سرپرست د البدر توليدي کمپلکس څخه ليدنه وکړه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۱۷:۳۲
دکرنې وزارت سرپرست د البدر توليدي کمپلکس څخه ليدنه وکړه

 دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير 
مولوی عطاءالله عمري، د کابل په بګرام ولسوالی کې د البدر توليدي کمپلکس څخه ليدنه وکړه.‌ 
د البدر کمپلکس رييس حاجي باز محمد غيرت ددې توليدي مرکز د فعاليتونو په هکله دکرنې سرپرست وزير ته معلومات وړاندې کړل.
دکرنې سرپرست وزير ددې توليدي کمپلکس له بېلابېلو برخو څخه د ليدنې په ترڅ کې ددې کمپلکس پانګونه د قدر وړ وباله.
دکرنې سرپرست وزير مولوی عطاءالله عمري ددې مرکز د خير اندېشو پانګوالو له پانګونې د هرکلۍ ترڅنګ د دوی د پانګونې قدرداني وکړ. 
په دې ليدنه کې دکرنې وزارت د دفتر رييس مولوی محمد حسین خورشید، د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رييس مولوی مصباح الدین مستعین او دکرنې وزارت يوشمېر سلاکاران هم شتون درلود.
د البدر توليدي کمپلکس په هېواد کې له سترو توليدي مرکزونو څخه دی، چې په کې په بېلابېلو برخو کې ۱۷فابريکې فعاليت لري.
د وريجو فابريکه، د حبوباتو، کارتن جوړولو او غوړيو جوړولو فابريکې، د چرګانو روزنې فارم، د اوړو او ډبرو سکارو فابريکې ددې کمپلکس له مهمو فابريکو او فارمونو څخه دي.

سرپرست وزارت زراعت از کامپلکس تولیدی البدر بازدید کرد
۱۳ سنبله ۱۴۰۱ه‍.ش
مولوی عطاءالله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از کامپلکس تولیدی البدر در ولسوالی بگرامی  ولایت کابل دیدن کرد‌.‌ حاجی باز محمد غیرت رئیس کامپلکس البدر در مورد فعالیت های این مرکز تولیدی به سرپرست وزارت زراعت معلومات داد‌ و  از مراکز مختلف این کمپلکس دیدن نمودند. 
مولوی عطاءالله عمری سرپرست وزارت زراعت از سرمایه گذاری شخصیت‌های خبر اندیش این مرکز ابراز سپاسگزاری نموده فعالیت های شان را قابل تقدیر عنوان کرد. در این بازدید مولوی محمد حسین خورشید رئیس دفتر، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت و تعدادی از مشاورین وزارت زراعت نیز حضور داشتند‌.
کمپلکس تولیدی البدر  از مراکز بزرگ تولیدی در کشور می‌باشد که در آن ۱۷ فابریکه و فارم در بخش های مختلف فعالیت دارد. فابریکه  برنج، حبوبات، کارتن سازی، روغن سازی، مرغداری، آرد و زغال سنگ‌ از مهمترین فابریکه ها و فارم هایی اند که در آن جا دارد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت