دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۵:۰
دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه


۱۳ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري؛ په مشرۍ د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوی فضل‌الباري فضلي او د مرکز اداري رييسانو په شتون کې د کرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې بزګرانو او مالدارانو ته د چوپړتياوو او اداري چارو ښه ترسره کولو په پار  هر اړخيزې خبرې اترې وشوې چې په کې رييسانو خپل کاري موضوعات او وړانديزونه د وزارت رهبرۍ سره شريکې کړل او په اړوندو برخو کې د وزارت د رهبرۍ د پاملرنې غوښتونکي شول.
په دې غونډه کې د فارمونو اجاره ورکول، د ځمکې د غصب مخنيوی او د غصب شويو ځمکو بېرته راګرځول، د قرنطيني اسټيشنونو او لابراټوارونو تجهيزول، د کارکوونکو استخدام، څارويو ته د واکسينو تولید، د خوراکي توکو او کيمياوي سرو د صادراتو او وارداتو په پار په بندرونو کې لابراټوارونو ته پاملرنه هغه عمده موضوعات ول چې پرې خبرې وشوې.

جلسه‌ اداری وزارت زراعت برگزار شد 
۱۳ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش
جلسه‌ی اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تحت رهبری مولوی عطاءالله‌عمری سرپرست وزارت زراعت با حضور داشت مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری و روساء مرکزی وزارت دایر شد.
 در این جلسه در مورد انجام بهتر کار های اداری به منظور بهبود امور و عرضه خدمات بهتر برای دهقانان و مالدارن بحث همه جانبه صورت گرفت که روساء موضوعات کاری‌ و پیشنهادات خویش را به رهبری وزارت شریک ساخته و خواهان توجه رهبری وزارت زراعت به آن شدند.
مهمترین موضوعاتی که در این جلسه  در مورد آن بحث شد اجاره‌‌دهی فارم‌ها، جلوگیری از غصب و پس‌گیری‌ زمین‌های غصب شده، تجهیز لابراتوارها و استیشن‌های قرنطینی، استخدام کارمندان، تولید واکسین برای حیوانات، توجه به لابراتوارهای بنادر جهت کنترول واردات و صادرات مواد خوراکی و کودکیمیاوی را شامل بود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت