دکرنې او مالدارۍ مرستیال د ASLO پروژې له چارواکو سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۱:۴۸
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د ASLO پروژې له چارواکو سره وکتل


۲۳ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم د«د ښځو د پیاوړتیا د ځای جوړولو د ملاتړ په پار د څو فعالیتونو د مرکز تاسیس او کار او مهارتونو ته د لاس رسی » د پروژې د کندهار ولایت د شعبې چاراکو سره وکتل.
د ASLOمؤسسه د کندهار په ولایت کې د بشرپالو مرستو او ښځو لپاره د کارموندنې او معیشتي چوپړتیاوو په برخه کې کار کوي، چې د سواد زده کړه، کرنه او د نغدو پیسو وېش یې عمده فعالیتونه دي.
یاده پروژه د کندهار ولایت د دند، دامان او ارغنداب په ولسوالیو کې فعالیت لري، چې په پلي کولو سره یې نږدې ۹۶۵ کورنۍ په نېغه برخمن شوي دي.
دا پروژه د ټولنې د همغږۍ، بېوزله او زیانمنو مېرمنو، راستنېدونکو کورنیو، نالوستې مېرمنو، هغه مېرمنې چې د خپلو کورنیو سرپرست دي او معلولو مېرمنو سره د سواد زده کړې، د سوداګرۍ او چرګانو روزنې مهارتونو، د شاتومچیو روزنې او لبنیاتو تولید مهارتونو او د نغدوپیسو د وېش په برخه کې مرسته او همکارۍ کوي.

معین زراعت و مالداری با مسوولان پروژه ASLO دیدار کرد
۲۲ سنبله ۱۴۰۱ ه‍.ش
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری با مسوولان پروژه "تاسیس مراکز چند فعالیتی اناث برای حمایت از ایجاد مکان برای توانمند سازی زنان و دسترسی به خدمات و مهارت های معیشتی اشتغال زایی" شعبه ولایت قندهار دیدار کرد.
موسسه ASLO یک پروژه کمک بشردوستانه و اشتغال‌زایی و دسترسی زنان به خدمات معیشتی در ولایت کندهار بوده که سواد آموزی، زراعت و توزیع پول نقد از فعالیت‌های عمده این موسسه در این ولایت می‌باشد.
این پروژه در ولسوالی‌های دند، دامان و ارغنداب فعالیت داشته، که با تطبیق آن نزدیک 965 تن به صورت مستقیم مستفید می‌شوند.
این پروژه بسیج‌سازی جوامع، زنان آسیب‌پذیر و فقیر، زنان بیوه، عودت کننده، زنان بی‌سواد، خانم سرپرست خانواده و خانم‌های معلول را با سواد آموزی، مهارت‌های تجارتی و تولید مرغداری، زنبورداری و لبنیات، توزیع پول نقد تحت پوشش قرار می‌دهد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت