دننګرهار کانال شرکت په زرګونه جریبه ځمکه کې اصلاح شوي غنم کرل شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۰:۶
دننګرهار کانال شرکت په زرګونه جریبه ځمکه کې اصلاح شوي غنم کرل شوي

۲۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند په څلور ګونو فارمونو کې په نږدې اووه زره جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي دي.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل، چې د کانال شرکت د څلورګونو فارمونو په نږدې اووه زره جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي، چې د غنمو د حاصلاتو په زیاتوالي کې به رغنده رول ولوبوي.
د چارواکو په خبره د کرل شویو غنمو د دویمې دورې څارنه ترسره او په برياليتوب سره پای ته ورسېده .
دغه څارنه د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تخمونو ته د تصدیق ورکونې امریت د تخینکي او فني مسولینو او ننګرهار وادي کرنیز شرکت د استازو په ملتيا ترسره شوه.
اصلاح شوي تخمونه د سیمه ییزو او غیر اصلاح شویو تخمونو په پرتله څو سلنه لوړ حاصلات ورکوي، چې تر څنګ یې د نباتي ناروغیو په مقابل کې هم ډېر مقاومت لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

د څارویو د انټروټوکسیمیا واکسین او د داخي چینجیود درملو د تطبیق کمپاین پیل شو


۱۱ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ د څارویو د مړینې د مخنیوي په موخه  د هېواد په ۲۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

خوست کې د کروندو خوندیتوب په پار هلې ځلې

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټي ساتنې امریت په پام کې لري چې، ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د نباتي ناروغیو د مخنیوی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۵۳
Background image

پکتیا کې زرګونه څارویو ته د لېونتوب واکسینونو لړۍ پیلېږي

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې له لورې ددې ولایت په مرکز او  ولسوالیو کې وړو شخوند. . .

بازگشت