خوست کې د پنځو چک‌ډېمونو چارې په بشپړېدو دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۲:۱
خوست کې د پنځو چک‌ډېمونو چارې په بشپړېدو دي

۶ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د ځاځي میدان، باک او صبریو ولسوالیو کې د پنځو جوړېدونکو چک‌ډېمونو له ډلې د دوو چکډېمونو رغنیزې چارې په بشپړېدو او د پاتې نورو به یې په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د باک ولسوالی د توتاک او د صبریو ولسوالی د زمبر چک‌ډېمونو رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي، چې په نږدې راتلونې کې به جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شي.
د یادو چارواکو په خبره د ځاځي میدان ولسوالی اړوند د چک‌ډېمونو او د صبریو ولسوالی اړوند د زمبر چک‌ډېم رغنیزې چارې به په نږدې راتلونکې کې پیل شي.
د یادو د چکډېمونو د جوړېدو چارې د یاد ولایت د کرنې رياست تر څارنې لاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ترسره کېږي.
ورته مهال د ياد ولايت اوسېدونکو د دغه چکډېم په جوړېدو خوښي ښودلې او په راتلونکي کې يې له دولت څخه د ورته نورو پراختيايي او رغنيزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت