جوزجان کې د څړځایونو سروې، تشخیص او تثبت چارې بشپړې شوې 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۹
جوزجان کې د څړځایونو سروې، تشخیص او تثبت چارې بشپړې شوې 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست، د طبیعي سرچینو عمومي ریاست او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسؤلینو او د کرنې وزارت تخنیکي ټیمونو په ګډون جوزجان ولایت کې د څړځایونو سروې، تشخیص او تثبیت چارې بشپړې شوې.
په ياده سروې کې د دغه ولايت د څړځايونو مساحت، د څړځایونو خپل طبیعي حالت، د تصرف نوعيت او همدارنګه د وښو تولیدي ظرفیت او د کوچیانو او مالدارانو د څارويو د تګ او راتګ مسیرونه هم مشخص شول.
یاده سروې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ځمکو د غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون په لارښوونه پیل، چې تر دې دمه په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې پای ته رسیدلې او په بلخ ولایت کې هم چارې يې د بشپړېدو په حالت کې دي.
د دغه سروې د ختمېدو سره به په راتلونکي کې د يادو ولاياتو د څړځایونو ستونزو ته لاره همواره او اجراآت به يې په چټکۍ سره سرته ورسېږي.
د يادونې وړ ده، چې نوموړې سروې د يادو ادارو د فني او تخنیکي کارمندانو لخوا په مسلکي توګه ترسره شوې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۹:۲۸
Background image

ننګرهار کې د غیر موسمې سبو تولید په موخه ١٣٦ شنې خونې جوړېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې «ان‌سی‌اراو» په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» په مالي لګښت د ننګرهار په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

بازگشت