اروزګان کې سږ کال د غنمو په کرکېله او حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۲
اروزګان کې سږ کال د غنمو په کرکېله او حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
روزګان کې د نورو کلونو په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې کروندګر یې راتلونکو کلونو کې د غنمو کښت ته هیله‌مند کړي دي.
د روزګان کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال روزګان کې پر ۲۷ زره ۱۵۸ هکټاره ځمکه غنم کرل شوې وه، چې له یادو کروندو څخه غنم شاوخوا ۹۶ زره ۵۴۸.۵۵ ټنه حاصلات لاس ته راغلي دي.
روزګان کې د غنمو حاصلاتو کې داسې مهال زياتوالی راغلی چې په ټول هېواد کې د نشي توکو پر کرکېله او پېر او پلور د حکومت له‌خوا بنديز لګول شوی دی.
د روزګان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د نورو کلونو په پرتله سږکال غنمو ښه نتيجه ورکړې ده، سږکال نه کوم افت لري او نه کومه ناروغي لري، په نورو کلونو کې به غنمو ناروغۍ درلوده، خو سږکال ته چې وګورو حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالۍ ښکاره کوي.
د روزګان دکرنې ریاست چارواکي وویل: «زرګونو بزګرانو ته مو اصلاح شوي تخمونه او سرې وېشلي او زرګونو نورو بزګرانو ته مو نغدي مرستې رسولي. د همکارو موسسو په مرسته همداشان د ناروغیو د مخنيوي برخه کې د کرنې ریاست د دوی په خدمت کې دی، تشخیص د ناروغیو شوي دی، لازمې لارښوونې ورته شوي دي.»
د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کرنیزو سیمو زیاتوالی، د غنمو دکرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو پر وخت وېشل، د بزګرانو هڅونه او اطلاع رسونه هغه لاملونه دي، چې ورسره سږکال روزګان کې د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱
Background image

نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

روسیې ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون ته د. . .

بازگشت