د استملاک او بیا مېشتیدنې لوی ریاست تر چتر لاندې د ریاستونو د عوایدو د پلان د تنظیم په اړه غونډه دائره شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۵:۲۴
د استملاک او بیا مېشتیدنې لوی ریاست تر چتر لاندې د ریاستونو د عوایدو د پلان د تنظیم په اړه غونډه دائره شوه


۱۳ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست اړوند د استملاک او بیا مېشتیدنې لوی ریاست تر چتر لاندې دریاستونو د عوایدو د پلان او تنظیم په پار د ځمکو چارو لوی ریاست په تالار کې د استملاک او بیا مېشتدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ غونډه جوړه شوې وه. 
په دې غونډه کې، د استملاک، تصفيې، د استملاکي پروژو د همغږۍ، د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت او د ځمکو د تنظیم او وېش مسوولينو ګډون کړی وو.
د غونډې په ترڅ کې، د استملاک او بیا میشتیدنې لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د دغه ریاست تر چتر لاندې د ریاستونو په اړه وویل، چې اوس مهال د استملاک او بیا میشتیدنې لوی ریاست تر چتر لاندې شپږ ریاستونه شتون لري، چې دوه یې د قبالو ریاست او د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت ریاست عوایدي ریاستونه، پاتې نور يې مصرف کونکي څانګې دي.
ښاغلی عمري وویل: «موده وړاندې مو د اسلامي امارت د رهبري شورا د اقتصادي څانګې له سلاکارانو سره په ناسته کې هغو له دغه ریاست څخه يې د عوایدو د سرچینو په اړه د پلان غوښتنه وکړه، نو ټول هغه څانګې چې د دې ریاست تر چتر لاندې دنده ترسره کوي مکلف دي، چې خپل د عوایدو پلان تنظیم کړي او د ریاست مشرتابه سره یې شریک کړي.»
په دې غونډه کې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد مجاهد پاڅون وویل، دوی د دغه ریاست د عوایدو په برخه کې څلور پلانونه ترتیب کړي، چې له مخې یې د ځمکې د درجې له مخې د ځمکې بیې، د موقعیت پر بنسټ د ځمکې بیه او ترڅنګ يې د ځمکې مالیه هم ټاکلې ده.
د استملاک رئيس مولوي حضرت محمد طيب هم زياته کړه، چې د استملاک رياست کار د تصفيې او کدستر رياست پورې تړلي دي، دا مهال د عايد سرچينه نه لري، خو په راتلونکي کې به يې د عوايدو د يوې سرچينې د پيدا کولو هڅې وشي.
د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس الحاج شاه جهان جلات هم وويل، چې د دې رياست دنده د رياستونو او نورو ادارو ترمنځ همغږي ده نو ځکه دا څانګه د اوس لپاره عوايدي نشي کېدای.
 د تصفيې ریاست خپل د عوايدو طرحه د خلکو ځمکو د مخکیني مالیې په ورکولو او د هرې بيسوې ځمکې په بدل کې د سل افغانیو او د متفرقه غوښتونکو د شخصي ځمکو له تصفیې څخه د پیسو په ترلاسه کولو سره يو عایداتي پلان ترتیب کړي.
د ځمکو د تنظیم او وېش رياست هم خپل د عوايدو طرحه د ځمکو د تبادلې په برخه کې د ثبت حق او همدارنګه د ناقلينو د ځمکو په برخه کې چې اوس مهال يې دفترونه تر قرنطين لاندې دي، وويل، کله چې دغه دفترونه بيا په فعاليت پيل وکړي، نو کوم عواید چې له دې لارې لاسته راوړي د دغه ادارې او د افغانستان اسلامي امارت لپاره د عاید یوه ښه سرچینه بلل کېږي.
د قبالې رياست هم خپل د عوايدو سرچینه د قبالې له پاڼې څخه د پیسو اخیستلو په برخه کې، د مالکیت د حقونو د تثبیت په برخه کې او د یو کس څخه بل کس ته د قبالو لېږد يې د دې ریاست لپاره د عاید د سرچینې په توګه وبلله.
په پای کې پریکړه وشوه، چې ټول ریاستونه به خپل عوايدي طرحې په منظم ډول ترتیب او په راتلونکې غونډه کې به د خپلو طرحو په اړه معلومات وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS