کابل ښار کې د کانګو تبې په پار د عامه پوهاوی د کمپاین دوام

content_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۶:۳۶
کابل ښار کې د کانګو تبې په پار د عامه پوهاوی د کمپاین دوام

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی ریاست د کانګو تبې په پار د عامه پوهاوي د پروګرام په لړ کې نن هم دکاپل ښار په یوشمېر سیمو کې د څارویو پلورونکو او پېرېدونکو ته د دې ناروغي په هکله پوهاوي ورکړل.
کمپني، ټانګ لوګر، لاهوري دروازه، د تهیې مسکن نقاش، کوټه سنګي او درالامان هغه سیمې وې، چې وري، وزې او غواوې په کې پلورل کېدو او په یادو سیمو کې د څارویو کاروباریانو او پېرېدونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شول.
د کرنې وزارت د حیواني روغتیا او مالدارۍ لوی رییس نورجان ځاځی وویل «نن راغلي یو، چې د کانګو تبې ویروسي او وژونکي ناروغي، چې د انسانانو او څارویو ګډه ناروغي ده په کله خلکو ته پوهاوي وکړو؛ زموږ دې ورته کمپاینونه د کال په اوږدو کې ادامه لري، څارویو ته دوه ځلې واکسین ورکوو او پرې درمل شیندو، دغه راز خلکو ته پوهاوي ورکوو. تر لوی اختر مخکې زموږ د عامه پوهاوي ګمپاینونه زیاتېږي ترڅو خلک پوه شي. په دې ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې فعالیت لرو، خلکو ته وایو، چې د څارویو د پېر، پلور او ذبحه کولو په وخت له دستکشې، ماسک او ځانګړو جامو ګټه پورته کړي، له خلکو غواړو چې دغو ټکو ته پام وکړي.»
د کانګو تبې په اړه مالومات، د خپرېدو لارې، د اخته کېدو مخنیوی، د ناروغ او د هغو کسانو چې ډېر په خطر کې دي مراقبت، هغه موضوعات وو، چې د عامه پوهاوي په دې کمپاین کې د څارویو پېرېدونکو او پلورونکو سره شریک شول.
نقیب الله څاروي خرڅوي هغه ته هم پوهاوي ورکړل شوه. هغه وویل «د هېواد له شمالي ولایتونو څخه مې ۱۸ خوسکې پلور ته راوړي دي، نن د کرنې وزارت د مالدارۍ د برخې کارکوونکي راغلي و، د کانګو تبې په پار د پوهاوي پاڼې یې په موږ ووېشل او په هکله یې موږ ته مالومات ورکړل. د څارویو حلالول، او د کانګو تبې د لېږد لارې هغه څه وو، چې موږ پرې پوه شو او خلکو ته هم اطلاع ورکوو.»
یاد کمپاین دکرنې وزارت د عامه پوهاوي د نورو برنامو په دوام په لاره اچول شوې وه، ځکه لوی اختر نږدې ده او خلک باید د قربانۍ پروخت د کانګو تبې د مخنیوي په پار لازمې لارې چارې وپېژني.
د یادونې وړ ده، چې د کانګو تبې په پار د عامه پوهاوي کمپاین د کال په اوږدو کې ادامه لري او دکرنې وزارت د مالدارۍ د برخې کارپوهان په ۳۴ ولایتونو کې مالداران، قصابان او خلکو ته په دې هکله لازمې لارښوونې کوي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۱
Background image

ورود ۴۰ متریک تُن تخم‌های بذری مساعدتی اوزبیکستان به افغانستان

۲۱ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
در ادامه همکاری‌های زراعتی میان افغانستان و کشورهای همسایه، جمهوری اوزبیکستان ۴۰ متریک تُن تخم‌های بذری را به وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان مساعدت کرد.
این. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

توزیع وسایل باغچه خانگی برای دهاقین در دایکندی

۲۱ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی با همکاری یک مؤسسه خیریه، وسایل باغچه خانگی را برای شماری از دهاقین این ولایت توزیع کرد.
این وسایل شامل آب‌پاش، بیل، کج‌بیل،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۸
Background image

هیئت وزارت زراعت برای افتتاح مرکز واحد تثبیت حق مالکیت به پکتیا سفر کرد

۲۱ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی از ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت حق مالکیت در سطح زون‌ها، به ولایت پکتیا سفر کرد.
در پی این سفر، نشستی در مقام ولایت. . .

بازگشت به خبرها