ننګرهار کې د ۶۸۰ زره افغانيو په ارزښت د وښو ميده کولو ماشينونه ووېشل شول

naim.rezai
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۱۵:۱۹
ننګرهار کې د ۶۸۰ زره افغانيو په ارزښت د وښو ميده کولو ماشينونه ووېشل شول

۱۰غبرګولی ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند له دويم ملي لومړيتوب څخه د ملاتړ برنامې SNaPP2 له خوا دننګرهار ولايت په ۱۲ ولسواليو کې د ۶۸۰ زره افغانيو په ارزښت څارويو لپاره د وښو ميده کولو ۶۸ ماشينونه ووېشل شول.
دغه ماشينونه د ننګرهار ولايت د بهسود ، کامه ، دره نور ، کوزکونړ ، ګوشته، لعلپوره، مومندره، چپرهار، پچیراګام، سره رود، رودات او خوګیانو ولسواليو کې د ختیځ لبنیاتو ټولنې  او ځني نورو ګروپونو ته ورکړل شوي دي.
دننګرهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس انجنير انعام الله صافی وايي، یاد ماشینونه د ختیځ لبنیاتو هغه ګروپونو ته ورکول شوې، چې دختیځ لبنیاتو ټولنې ته  شیدې ورکوي، او ترڅنګ یې دمالدارېدۍ هغو ګروپونو ته ورکړل شوي، چې د مالدارۍ فعالیتونه ترسره کوي.
صافی وویل، دا ٦٨ پايې ماشینونه چې هر يوه يې ١٠  زره افغانې ارزښت لري، مالدارانو سره د وښو د ضایعاتو  مخنیوي، د و ښو څخه عظمې ګټه اخیستنې،  د لبنیاتو زیاتوالي، دمالدارانو اقتصادي پياوړتیا او ترویج په موخه ورکړل شوي دي.
ختیځ لبنیات په ننګرهار کې د شېدو  ټولولو او پروسس لوی  مرکز دي، چې د ننګرهار ډېری مالداران یادې ټولنې ته شیدې ور وړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

در نورستان، روز مزرعه برگزار شد

۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در روستای دیوه مربوط مرکز پارون ولایت نورستان، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و از سوی سازمان غذا و زراعت ملل متحد (FAO)،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

در ولسوالی گومل پکتیکا، ۸ گلخانه به بهره‌برداری سپرده شد

۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در هماهنگی با ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا و از سوی مؤسسه «هیلټو»، با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، ۸ گلخانه در روستاهای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای با هدف صرفه‌جویی و استفاده مؤثر از آب در ننگرهار آغاز شد

۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ رَبیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
مراسم افتتاح کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای در کلکسیون ملی باغداری مرکز تحقیقات ننگرهار از سوی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری. . .

BACK TO NEWS