د سپیرغوږی ناروغۍ (Powdery mildew)

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۰:۴۷
د سپیرغوږی ناروغۍ (Powdery mildew)

دهقان (بزګر) اوونیزه / محمدالله "عاطف " د تخمونو د افاتو متخصص
د ناروغي پېژندنه
د نوموړي ناروغۍ عامل فنګس دی، چې په خپله هم یو مایکروسکوپي ژوی دی او په مختلفو کرنیزونباتاتو کی دسپیرغوږی د ناروغي لامل ګرځي. ددې فنګس ځیني جنسونه لکه د (Podospheara) یې، په مڼو او سخت زړیو مېوو کې، اود (Erysiphe necator) ډول یې په انګورو کې دناروغۍ لامل ګرځي. دسپیرغوږی فنګوسونه په عمومي ډول مرطوبه او ګرمه هوا غواړي تر څو یې دسپورونو(تخمونو) ټوکېدنې ته شرایط برابرشي او پرنبات حمله وکړي. په نبات باندې ترحملې وروسته فنګس بیا رطوبت ته ضرورت نلري. په عادي ډول سپیرغوږی په مرطوبه اومعتدله هوا کې ښه وده کوي.
دسپیرغوږی نښې (علایم) او زیانونه
دسپیرغوږی علایم په اسانه پېژندل کېږي، ځکه په اکثرونباتاتو باندې سپین او خاورین (خاکي) تارونه (مایسلیم) رامنځته کوی، چې دسپینو یا خاکي پوډرو په شکل ښکاري اود وخت په تېرېدو سره خړ او بیا تورېږي. د سپورونو وده یې د پاڼو په مخونو، تنکیو ساقواو مېوو باندې دسپینو پوډرو په شکل لیدل کېږي. یاده ناروغي د مېوه لرونکو ونولکه انګور، مڼې، زردالو، انار اوداسې نورو د پاڼو په تاندو نودو باندې حمله کوي اووده یې ځنډوي. په ناروغۍ اخته برخه یی بدشکله ښکاري او په سپینو پوډرو پوښلي وي. په مڼو، انګورو اوتر یوې اندازې پورې د زردالو، شفتالو اوشلیلوپه تنکیومېوو باندې خرمایي څاڅکې جوړوي اوهم دمېوې په پوست باندې کیدای شي زېړ او وچ (کارک ډوله) څاڅکي وده وکړي. سپیرغوږی که په مایکرسکوپ کی وکتل شي تارونه یا ((Hyphae یې ځنځیري شکله معلومېږي.
دسپیرغوږی د ژوند دوران
دا چې فنګسونه مایکرسکوپي ژوي دي نو دسپیرغوږی فنګس دپسرلي په موسم کې کله، چې ونې او تاکونه نمو پیلوي(پاڼې او ګلونه وسپړي) دنبات په ژوندیو انساجو د پاسه را شنه کېږي او د خوړو لاسته راوړلو لپاره خپلې رېښې دحجراتو دننه لیږدوي.  کله چې  د تودوخې  درجه له ۳۳ سانتي ګراد څخه پورته نه وي په پرله پسی ډول نوی سپورونه او نسلونه تولیدوي. کله چې هوا سړه شي او ونې د استراحت حالت ته لاړې شي د دوی د ژوند دوره هم پای ته رسېږي. په پاڼریژو نباتاتو کې له یوه موسم څخه تر بل موسم پورې د مصابو ونو په غوټیو، پوستونو، دښاخونو ترمنځ درځونو کې ژوند کوي.
د سپیرغوږی سپورونه د بادونو او حشراتو پواسطه له ناروغ نبات څخه روغو ونو ته لېږدي. دټوکیدو لپاره یې د رطوبت اندازه مختلفه ده ځکه یوشمېر یې په کم رطوبت کې هم دټوکېدنې قابلیت لري، متوسطه تودوخه دسپیرغوږی د ودې لپاره په زړه پورې ده  ځکه د سپیرغوږی سپورونه او مایسلیم د تودوخې او مستقیم لمر په صورت کې له منځه ځي. د انګورو ډېری ډولونه ددې ناروغي پر وړاندې حساس دي.
د مخنیوي لارې چارې (Control Measures)
د سپیرغوږی اود داسې نورو ټولو ناروغیو د مخنیوي لپاره دوه لارې شتون لري.
۱. وقایوي لارې
۲. معالجوي لارې
په وقایوي لارو چارو کې د ناروغۍ پر وړاندې د مقاومو ډولونو (ورایټیو) کرل، دښو کرنیزو کړنو لکه د اوبه خور او سرو مناسب او پر وخت استعمال، په مناسب وخت کې لازمه ښاخ بري او د مېوې ړنګړي کول، د خاورې ښه سمبالښت، دهرزه بوټو مخنیوی، دبڼ پاک ساتل او داسې نور ډېر کارونه شامل دي. خو سره له دې هم که ناروغي ولېدل شي، نو د ځینو فنګس وژونکو درملو شېندلو ته هم ضرورت پېښېږي. په یاد باید ولرو چې، ژمنۍ  اسپرې ګانې لکه ژمني تېل، لایم سلفر، بوردومکسچراو داسې نور هم په وقایوي لارو کې شاملېږي.
د فنګس وژونکو استعمال (Fungicides application)
که چېرې په باغ کې دسپیرغوږی ناروغۍ سابقه ولري نو د فنګس وژونکو استعمال ته ضرورت پېښېږي. فنګس وژونکي کیدای شي، چې محافظوي او یا معالجوي وي او یا هم دواړه دندې اجرا کړي. محافظوي فنګس وژونکي یوازې د ناروغۍ  له نوي اخته کېدنې څخه مخنیوی کوی، اوهمدارنګه معالجوي  فنګس وژونکي موجوده ناروغۍ له منځه وړي، نو ځکه محافظوي فنګس وژونکي په نباتاتو کې د ناروغۍ دڅرګندېدو د مخه استعمال کړئ.او معالجوي فنګس وژونکي باید د ناروغۍ د ښکاره کېدو سره سم استعمال شي ځکه که ناروغۍ شدت پیدا کړي بیا د فنګس وژونکو درملو د استعمال سره یې هم، مخنیوی ستونزمند کېږي.
احتیاطي وړاندیزونه  
• د درمل د اسپرې کولو په وخت کې باید له محافظتي جامو لکه عینک، ماسک ، خولی او موزو څخه کار وخیستل شي.
• د درمل بوتل او بارجامې باید په محفوظ ځای کې وساتل شي.
• د درملو خالي لوښو ته باید ماشومان لاس رسی ونه لري.
• له درملو شېندلو وروسته باید مخ اولاسونه په صابون ومینځل شي.
• د امکان تر حده باید ژر تر ژره حمام وشي.
• کالي باید ژر تر ژره بدل شي.

dff