د ننګرهار کانال د زېرمو د بیا رغونې پروژې پېژندنه، کړنې او لاسته راوړنې

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۴:۴۱
NVDA


دهقان (بزګر) اوونیزه / جمعه‌گل اشرفی
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیا رغونې پروژه (NVDA) د اوبولګولو یوه مهمه پروژه ده، چې د پخواني شوروي اتحاد په تخنیکي مرسته په ۱۹۶۱ زېږدیز کال کې جوړه شوې او په لومړي ځل د اوبولګولو لوی کانال ته ورکړل شوه، چې په ټولیزه توګه ۷۰ کیلو متره اوږدوالی لري او ۲۵ زره هکتاره ځمکه، چې درې زره یې بڼونه او پاتې ۲۲ زره هکتاره یې کرنیزې ځمکې دي، خړوبوي.
 یاد کانال د سره رود، بهسودو، بټي کوټ، غني خېل او مهمندرې ولسوالۍ کې د باسول ترکلي پورې ټولي ځمکي خړوبوي.
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیا رغونې پروژه (NVDA) د ننګرهار او بلخ په ولایتونو کې د اوبولګولو، ننداریزو قطعو او بزګرانو ته د روزنې په برخه کې خورا رغنده فعالیتونه تر سره کړې دي.
  د افغانستان په ختیځ زون کې د ننګرهار وادي د پروژې موخي په لاندې ډول دي:
۱- پراخه شاړې او سوځنده ځمکي تر کرنې لاندې راوستل او په ځانګړې توګه د زیتون او ستروسو د بڼونه جوړول.
۲- د ډول ډول ونو په ځانګړې توګه د یوکلیپتس د ونو کرنه، چې له یوې خوا دسیمې دسمسورتیا لامل ګرځي او له بل پلوه دچاپېریال د پاکوالي، په سیمه کې د تودوخي د درجې ټېټېدل او همدارنګه د مېوه لرونکو ونو او بڼونو لپاره د تندو بادونو د ګړندیتوب د کچې ټېټولو لامل ګرځي.
۳- د پروژې د اقتصادي کچې د لوړوالي لپاره د زیتونو تیل، اچار، سټروسو او مالدارۍ (لبنیاتو) د محصولاتو  پروسس او بهر ته صادرول.
۴ - په هره دولتي او یا شخصي ځمکه یا ویاله کې د اوبو د یو پرمختللی سیستم شتون، چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی کوي او د اوبو د عادلانه وېش په برخه کې مرسته کوي.
د ننګرهار کانال د زېرمو د پراختیا پروژې (NVDA) اساسي لاسته راوړني:
د ننګرهار کانال د زېرمو د پراختیا پروژه د یادې پروژې تر چتر لاندې سیمو کې پراخ فعالیتونه تر سره کړي او ډېر شمېر لاسته راوړنې هم لري، چې د اوبو د مدیریت، د بزګرانو د عوایدو زیاتولو او د دوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې رغنده رول لري.
په ودانیزو چارو کې د یادې پروژې په لاسته راوړنو کې د «NCB008» تر چتر لاندي ۱۵ ودانۍ جوړ او بیا رغول شوې دي، چې د عمومي کانال او د اوبولګولو نور کانالونه او همدارنګه د سیفونونو د بیارغولو چارې پکې شامل دي. دغه راز د «ICB-022» تر چتر لاندي ۱۱۲ ودانۍ جوړ او بیا رغول شوې چې، د عمومي کانال د پاکولو، بیارغولو، د سیفونونو بیارغول او د دویمې درجې کانالونو بیارغول، د کنټرولي دروازو بیارغول او نصبول او د خاورینو تپو جوړول پکې شامل دي، ترڅو د سېلابونو څخه د کانال د تخریب مخه ونیسي. ددې ترڅنګ د «NCB-046»تر چتر لاندي شپږ لوی ودانۍ بیارغول شوې دي، چې د سرخاب سیفون بیارغونه، د نه ویشتمې، دېرشمې او یو دېرشمې ویالې دویمې درجې کانالونو بیارغونه، د چهاروازي د محافظتي دیوال جوړول او د عمومي کانال د ځینو تخریب شویو سیمو بیارغونه په کې شامل دي. په ورته وخت کې، په ننګرهار کې د ۲۱ دویمې درجې کانالونو د بیا رغونې چاري ترسره شوې دي او په بلخ ولایت کې د ۱۵ دویمې درجې کانالونو بیارغونه تر سره شوې ده.
د یادو سترو لاسته راوړنو ترڅنګ یاده پروژه په کرونده کې د اوبو د مدیریت «OFWM» په برخه کې هم یوشمېر لاسته راوړنې لري. په دې برخه کې، پنځه ننداریزې قطعې په ننګرهار او پنځه ننداریزې قطعی په بلخ ولایت کې جوړي شوې دې. ترڅنګ یې ۱۷۷۳تنه بزګران په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې په کرونده کې د اوبو د مدیریت په برخه کې روزل شوې دي او د اوبو لګولو ۵۹ ټولنې په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې جوړ، ثبت او روزل شوې دي. په ورته وخت کې، د یادې پروژې له خوا د ننګرهار وادي کرنیز شرکت لپاره یو جامع تجارتي پلان جوړ شوې ده او د ننګرهار وادي کرنیز شرکت لپاره کرنیز ماشینونه اخیستل شوې دي.
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه (NVDA) د اسیایي پراختیا یي بانک له خوا تمویلیږي او د ننګرهار او بلخ په ولایتونو کې د اوبو د سیستم د ارتقا او بیا رغونې له لارې د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې کار کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

فصل برداشت پیاز آغاز شد

هفته‌نامه‌ی دهقان | محمد تمیم صدیقی 
افغانستان دارای اقلیم مناسب جهت رشد و پرورش پیاز است. پیاز در ساحات هموار و مرتفع كشت می‌شود و برای نشو و نموی خود به درجه حرارت مناسب، رطوبت نسبی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۷:۲۹
Background image

برگزاری جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری

۲۰ اسد ۱۴۰۰
جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری، با حضور شیرشاه امیری معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و وحیدالله یوسفی رییس عمومی سیستم معلوماتی نشانه‌های جغرافیایی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

امسال حاصلات بادنجان رومى در بغلان افزایش یافته است

۲۰ اسد ۱۴۰۰
امسال، میزان حاصلات بادنجان رومی در ولایت بغلان، در مقایسه با سال گذشته افزایش قابل ملاحظه‌ای یافته است.
بغلان برای رشد و پرورش بادنجان رومى، آب‌ و هوای مناسب دارد و در طی. . .

BACK TO NEWS