خوست کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي
۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي» مؤسسې په همکارۍ، د خوست مرکز په شمل، متون او لکڼ واحدونو کې د ۱۵۰۰ بزګرانو لپاره د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش په موخه د بزګرانو د سروې او تثبیت بهیر په منظم ډول روان دی.
د مسؤلینو په وینا، د سروې او مستحقو بزګرانو د تثبیت له بشپړېدو وروسته به هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي د غنمو تخمونه ووېشل شي. د معلوماتو له مخې، د هر بزګر څخه به د ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شویو غنمو تخمونو په بدل کې ۸۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.
مسؤلین وایي، د دې پروسې موخه د مستحقو بزګرانو پېژندنه او هغوی ته د اصلاح شویو تخمونو رسول دي، څو د غنمو د تولید د زیاتوالي او د کروندګرو د حاصلاتو د ښه والي لپاره زمینه برابره شي.
د اصلاح شویو او معیاري تخمونو وېش د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو، د غنمو د تولید د کیفیت د ښه والي او د بزګرانو د ملاتړ له مهمو لارو څخه دی. د اصلاح شویو تخمونو کارول د اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د حاصلاتو د زیاتوالي او د کرنیز تولید د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.
