د غزني ولایت د کرنې ریاست چارواکو  د قوریه‌دارانو ټولنې غړو سره غونډه ترسره کړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۱
د غزني ولایت د کرنې ریاست چارواکو  د قوریه‌دارانو ټولنې غړو سره غونډه ترسره کړه

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
دغزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو او د قوریه‌دارانو ټولنې غړو ترمنځ د یاد ریاست په مقر کې غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د نیالګیو د بیو ټاکلو، په قوریو کې د موجودو نیالګیو د شمېر ارزونې او د قوریه‌دارانو د ستونزو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
قوریه‌دارانو د کرلو لپاره د چمتو نیالګیو د ډولونو او شمېر په اړه معلومات وړاندې کړل او خپلې ستونزې یې لکه د اوبو کمښت، د تولید د لګښتونو زیاتوالی، د مناسب بازار نشتوالی او د تخنیکي ملاتړ اړتیا مطرح کړې.
 د غزني د کرنې ریاست چارواکو د مناسبې بیې ټاکلو او معیاري نیالګیو د برابرولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د امکاناتو په چوکاټ کې به د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.
غونډه د کرنې ریاست او د قوریه‌دارانو ټولنې ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ پر ټینګار سره پای ته ورسېده

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

کشت توت زمینی در ننگرهار افزایش یافته است؛ پیش‌بینی برداشت ۶۷۰ متریک تُن محصول در سال جاری

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
براساس معلومات کارمندان ترویجی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، امسال در چهار ولسوالی این ولایت در ۴۰۶ جریب زمین، توت زمینی کشت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۱:۱۱
Background image

آغاز کمپاین نهال‌شانی بهاری در ولسوالی فرزه ولایت کابل 

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی فرزه، کمپاین نهال‌شانی بهاری را تحت عنوان «غرس نهال صدقه جاریه است» با همکاری مؤسسه شلتر فار لایف و با. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای دهاقین در دایکندی

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی با همکاری یک مؤسسه خیریه بشری، برای شماری از دهاقین در مرکز این ولایت تخم‌های سبزیجات توزیع نمود.
در این روند، برای هر دهقان. . .

بازگشت به خبرها