بغلان ولایت کې د ۳۰ ټنه لوړکیفیته شاتو تولید او عرضه

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۵۷
بغلان ولایت کې د ۳۰ ټنه لوړکیفیته شاتو تولید او عرضه

۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې د مالدارۍ او څارویو د روغتیا آمریت د مسلکي او تخنیکي کارکوونکو په همکارۍ او لارښوونو، د شاتو مچیو ۷۶ فعال فارمونه توانېدلي دي، چې د روان کال په ترڅ کې ۳۰ ټنه خالص او لوړکیفیته شات تولید او بازار ته وړاندې کړي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د شاتو مچیو فارمونه د بغلان ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې، چې مرکزي بغلان، نهرین، خنجان، بنو، ده‌صلاح، پلحصار، برکه، خوست، دندغوري او د پلخمري مرکز پکې شامل دي، فعالیت لري او د شاتو د تولید د زیاتوالي او د سیمې د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې یې مهم رول لوبولی دی.

د بغلان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت اقلیم او د هوا شرایط د شاتو مچیو د روزنې د ودې او پراختیا لپاره ډېر مناسب دي او دې صنعت توانېدلی، چې شاوخوا ۷۰۰ تر ۸۰۰ کسانو ته د مستقیم کار زمینه برابره کړي.

همدارنګه ټینګار شوی، چې په بغلان ولایت کې د شاتو مچیو د روزنې صنعت د ودې په حال کې دی او د کرنې ریاست د اړوندو ادارو د همکارۍ په جلبولو سره، د دې برخې له روزونکو او فعالانو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي.

د بغلان دکرنې ریاست د مالدارۍ او څارویو د روغتیا آمریت په وینا، په بغلان ولایت کې د شاتو مچیو د فارمونو د پراختیا او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره هڅې لا هم روانې دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها