نورستان کې د ځنګلونو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ځنګل وهنې مخنیوی کمېټې سره ناسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۲۱
نورستان کې د ځنګلونو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ځنګل وهنې مخنیوی کمېټې سره ناسته وشوه

۳ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید په دې ولایت کې د ځنګلونو د خوندیتوب د هڅو په لړ کې د ځنګل وهنې مخنیوی کمېټې سره په ناسته کې د ځنګلونو پر خوندیتوب او د شنو ونو پر ساتنې ټینګار وکړ.
مولوی عبدالرؤف سعید په دې ناسته کې د ځنګلي لرګیو څخه د سالمې استفادې، د شنو ونو د ساتنې او د سون لرګیو لپاره د طرزالعمل مطابق د زړو وچو لرګیو د کارونې پر موضوعاتو خبرې وکړې.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې ‌د سون لپاره به یوازې زاړه، وچ لرګي کارول کېږي، د شنو ونو پرېکول او د ځنګل بی‌رحمانه وهل به جدي منع وي او د ځنګل اورلګیدنې پر وخت به د مخنیوي کمیټې غړي د یو منظم ټیم په توګه فعاله ونډه اخلي.
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو ساتنه او د شنو ساحو پراخېدل له خپلو مهمو لومړیتوبونو ګڼي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې ځنګلي سیمې تخریب کړي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۷:۲۲
Background image

آغاز کمپاین دواپاشی و آگاهی‌دهی عامه برای جلوگیری از بیماری کانگو در کنر

۳ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش

۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
آمریت خدمات مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کنر، با همکاری کمیته هالند، کمپاین گسترده دواپاشی و از بین بردن پرازیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

تجلیل از روز مزرعه در فارم تحقیقاتی بینی‌حصار کابل

۳ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روز مزرعه با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، شماری از استادان، محققان و متخصصان سکتور زراعت و مالداری در فارم تحقیقاتی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۱
Background image

آغاز کمپاین مبارزه علیه بیماری تب خون‌دهنده کانگو در بغلان

۳ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان کمپاین ادویه‌پاشی مبارزه علیه بیماری تب خون‌دهنده کانگو را در مال‌بازار شهر پلخمری آغاز کرد.
این کمپاین به اساس پلان کاری. . .

بازگشت به خبرها