د کندهار تخته پل کې د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د چکډیم جوړولو چارې پیلېږي  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۱۶
د کندهار تخته پل کې د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د چکډیم جوړولو چارې پیلېږي  

۹ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د څادرګه په سیمه کې د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یو چکډیم جوړولو چارې په راتلونکو دوو اونیو کې پیلېږي. دغه پروژه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې عملي کېږي.  
د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار په وینا، یاد چکډیم به ۲۷ متره اوږد، ۱۳ متره پراخ، ۶ متره لوړ او ۱۰ متره عرض ولري. د جوړولو چارې به یې د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړې شي، چې په ترڅ کې به یې ۵ فني او ۲۵ غیر فني کسانو ته د کار زمینه برابره شي.  
د دې چکډیم د جوړولو موخه د څادرګه سیمې د اوبو زېرمه کول، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړول، د سیمې د بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو حل او د کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ده.  
د سیمې اوسېدونکو د دې چکډیم د جوړېدو غوښتنه کړې وه او د کرنې ریاست هڅې یې ستایلې دي. هغوی د دې پروژې په عملي کېدو زیات خوښ دي او هیله لري چې د دې چکډیم له لارې به د سیمې کرنیزې ستونزې هوارې شي.  
د یادونې وړ ده، چې یوه میاشت وړاندې په کندهار خاکریز ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه بل چکډیم جوړولو چارې هم پیل شوې وې، چې اوسمهال په چټکۍ سره روانې دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS