لوګر کې د چرګانو فارمونو له لارې؛ په کلني ډول شاوخوا ۸۰۰ ټنه غوښه بازار ته وړاندې کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۱:۳
لوګر کې د چرګانو فارمونو له لارې؛ په کلني ډول شاوخوا ۸۰۰ ټنه غوښه بازار ته وړاندې کېږي

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت د چرګانو له شته ٧٠ فارمونو څخه، په کلنۍ ډول شاوخوا ٨٠٠ ټنه غوښه ترلاسه او بازار ته وړاندې کېږي.
د لوګر دکرنې ریاست د عواید د تنظیم آمر، قاري عبدالبصیر شاهد وویل؛ چې اوس مهال د لوګر په کچه د چرګانو د روزنې او غوښې د تولید برخه کې، له ٧٠٠ دانې څخه نیولي تر ٩٠٠٠ دانې په ظرفیت، د غوښینو چرګانو ٧٠ فارمونه شتون لري، چې هر کال د یادو فارمونو له لارې شاوخوا ٨٠٠ سوه ټنه د چرګ غوښه تولید او بازار ته وړاندې کېږي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه؛ چې د یادو فارمونو تولید شوي غوښې او چرګان د لوګر سربېره ګاونډو ولایتونو ته هم صادرېږي.
د لوګر دکرنې ریاست د چارواکو په وینا؛ د چرګانو د روزنې او هګیو د تولید په موخه، سږ کال سلکونو بېوزلو کورنیو باندې د هګیو چرګانو واړه فارمونه هم وېشل شوي، چې هر فارم په اوسط ډول، هره ورځ له شلو څخه زیاتو هګیو د تولید او بازار ته د عرضه کولو ظرفیت لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS