پکتیکا کې د څارویو د واکسین کمپاین پیل شو 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۰:۵۵
پکتیکا کې د څارویو د واکسین کمپاین پیل شو 

په پکتیکا ولایت کې د مرکز په شمول په ټولو ۲۴ ولسوالیو کې د څارویو لپاره د خطرناکو ساري ناروغیو مخنیوي په موخه واکسین کمپاین نن ورځ رسماً پیل شو.  
په دې کمپاین کې به د وړو شخوند وهونکو څارویو طاعون لپاره ۸زره ډوزه ، د لمپي سکین لپاره ۱۵زره ډوزه او د طبق لپاره ۸زره ډوزه واکسین تطبیق شي. یاد کمپاین د کرنې ریاست د محترم رییس مولوي محمدزمان عمري په لارښوونه، د خوراک او کرنې نړیوال پروګرام ایف اې او په مالي ملاتړ او د څارویو روغتیا او مالدارۍ امریت په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي.
د دې پروګرام اصلي موخه په هېواد کې د ساري ناروغیو مخنیوی او د مالدارۍ سکتور ته وده ورکول دي، ترڅو د څارویو روغتیا خوندي او د مال لرونکو عواید لوړ شي.  
په افغانستان کې د څارویو د ساري ناروغیو خپرېدل د مالدارۍ سکتور ته لوی زیان اړوي. د دې ډول کمپاینونو په ترڅ کې هڅه کېږي چې نه یوازې ناروغۍ کنټرول شي، بلکې د خلکو اقتصادي حالت ته هم وده ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS