د کرنې او ترانسپورت وزارتونو ترمنځ د ځمکې لېږد تړون لاسلیک شو  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۴:۳۱
د کرنې او ترانسپورت وزارتونو ترمنځ د ځمکې لېږد تړون لاسلیک شو  

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ۲۵۰ جریبه ځمکې د لېږد تړون د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سره لاسلیک کړ.
دغه ځمکه د سمنګان ولایت مرکز او خلم ولسوالۍ کې موقعیت لري او د تېز پارکونو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده. د لېږد لړۍ د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د ۱۹/۱۱/۱۴۴۵ نېټې (۱۹۶) ګڼې وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د ۱/۱۲/۱۴۴۵ نېټې (۵۸۷۹) ګڼې حکم پر بنسټ ترسره شوې ده.  
د ځمکې د لېږد تړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رئیس مولوي سید محمد سعید او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پروژو د پلانګذارۍ، تحقیق، او تطبیق رئیس ډاکتر رستم حفیظیار ترمنځ لاسلیک شو.  
د دې ځمکې لېږد موخه د تیر پارکونو جوړول دي، چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پلانونو په چوکاټ کې د سیمې پرمختګ او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهم بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS