باغران او نهرسراج ولسوالیو کې د ځنګل پرې کولو په تور څو تنه ونیول شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
باغران او نهرسراج ولسوالیو کې د ځنګل پرې کولو په تور څو تنه ونیول شول

۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
په باغران او نهرسراج ولسوالیو کې د ځنګلونو او غرنيو ونو د پرې کولو په تور څو تنه ځایي اوسېدونکي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو لخوا د امنیتي مسؤلینو په همکارۍ ونیول شول. نیول شوي کسان د یو مازدا ډوله موټر او ځنګلي بوټو سره یوځای عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.
د کرنې ریاست چارواکي وايي، د دې کسانو د نیولو موخه په راتلونکي کې د ورته غیر قانوني کړنو مخنیوی دی. دوی زیاتوي چې د طبیعي ځنګلونو، څړځایونو او شنو ساحو د ساتنې لپاره هڅې روانې دي او د دې سیمو د غصب او پرېکولو مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې ریاست اړوند د طبیعي سرچینو کارمندان په مکرر ډول د امنیتي مسؤلینو په همکارۍ ورته تورن کسان نیسي او عدلي او قضایي ادارو ته ور پېژني، ترڅو د طبیعي سرچینو ساتنه او د چاپېریال ساتنې موخې ترلاسه شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۵
Background image

سفر رئیس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت به ولایت هرات

۸ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عبدالاحد خلیل رئیس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، طی یک سفر رسمی به ولایت هرات سفر کرد.
در این سفر، مولوی خلیل ضمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۵
Background image

سفر رئیس اراضی وزارت زراعت به ولایت هرات

۸ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، طی یک سفر رسمی به ولایت هرات سفر کرد.
هدف از این سفر، دید و بازدید از بخش‌ها و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۷
Background image

توزیع ۴۸۰ رأس گوسفند و بره به ۲۴۰ خانواده نیازمند در ولسوالی برکه بغلان

۷ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بغلان با همکاری مؤسسه اکتید، به هدف حمایت از خانواده‌های آسیب‌پذیر و تقویت اقتصاد روستایی، برای ۲۴۰ خانواده نیازمند در ولسوالی برکه این. . .

BACK TO NEWS