ننګرهار کې ډنمارک د کډوالو اداره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې بېلابېلې پروژې پلي کوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۴:۲
ننګرهار کې ډنمارک د کډوالو اداره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې بېلابېلې پروژې پلي کوي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترچتر لاندې «ډي،آر،سي»  یا د ډنمارک د کډوالو ادارې خپلې ترسره کړي او راتلونکو پروژو په برخه کې ترسره کېدونکي کارونه د پریزینټیشن په بڼه د ننګرهار دکرنې رییس او مسلکی کارکوونکو سره شریکې کړې.
ډنمارک د کډوالو ادارې استازی انجنیر منیر احمد منیب وویل: «زموږ پروژه د ننګرهار په اچین، سپین غر او هسکې مېنی ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې بزګرانو او مالدارانو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي».
هغه زیاته کړه، چې د «ډي،آر،سي» اداره په ننګرهار کې د بېړنیو مرستو، اقلیم بدلون، طبیعي پیښو مخنیوي،کرنیزو خدمتونو مرکزونو جوړول، کوچني کاروبارونو، اوبو ښه مدیریت، بازار موندنه، مالدارۍ کلنیکونو تمویل او ظرفیت لوړنې په برخه کې کړنې ترسره کوي.
نوموړې وویل، چې په تېر کې هم د دوی اداره په ننګرهار کې د کانالونو، چکډېمونو، تراسونو جوړولو، چهار مغزو ونو کرلو او نورو اړونده برخو کې هېوادوالو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د پروژې د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ په ځنګل لروونکو ولسوالیو کې د ځنګلونو بیا رغولو، چکډېمونو جوړولو اصلاح شویو تخمونو ترویج، سړو خونو ، شنو خونو جوړولو، پروسس مرکزونو جوړولو او د مالدارۍ په برخه کې د څارویو کلنیکونو، درملو حیواني خوراکي، فیډ بینکونو جوړولو او نورو اړونده برخو کې د همکاریو غوښتنې وکړي.
دغه راز د ننګرهار دکرنې رییس د موسسې مسؤلینو ته د پروژو د ښه تطبیق سپارښتنې ترڅنګ دوی ته د هر راز همکارۍ او همغږۍ ډاډ هم ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS