د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې کمېټې دمرکز اړوند ګلارام او کرنج غرنیزو سیمو مشرانو سره ناسته وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۲۱
د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې کمېټې دمرکز اړوند ګلارام او کرنج غرنیزو سیمو مشرانو سره ناسته وکړه

۱۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په ریاست کې د ځنګلونو دساتنې او بیارغونې کمیټې مسؤلینو د کرنې رییس  مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د مرکز اړوند ګلارام او کرنج سیمو مشرانو سره ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې  د لغمان امنیه قوماندانۍ، د ولایت مقام، د علماؤ شورا، قول اردو او لېوا او د استخباراتو استازو ګډون درلود.
په پیل کې د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد یادو سیمو مشرانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې، د ولایت په کچه د ځنګلونو ساتنې او احیاء لپاره دغه کمېټه جوړه شوې، چې هرې ولسوالۍ ته به سفر کوي او له ځنګلیزو سیمو نږدې وګړو او قومي مشرانو سره د همغږۍ ناستې ترسره کوي او په دې برخه کې د دوی نظرونه اوري. ددې ترڅنګ نوموړي د ځنګلونو تولیدي او محافظوي ګټې ولسونو ته بیان کړې او له هغوی یې د دې ملي شتمنۍ د ساتنې په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې، د علماؤ شورا استازي مولوي محمد هاشم هم خبرې وکړې، چې پکې یې د ځنګلونو ګټې ولسونو ته تشریح کړې او له ولسونو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د سیمو ولسونو دیادې کمیټې له دې هڅو څخه مننه وکړه، چې د ملي شتمني دساتلو او بیارغولو برخه کې هڅې کوي، دولسونوستونزې او نظرونه اوري او د ځنګلونو په ساتنه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
 هغوی ژمنه وکړه، چې د تېر په څېر به د ځنګلونو ساتنه کوي او چاته به اجازه نه ورکوي، چې طبیعي ځنګلونه پرې کړي. دغه راز، راغلو ولسونو یو شمېر غوښتنې هم له دوی سره شریکې کړې، چې د ستونزو او غوښتنو د حل په برخه کې د پلاوي له خوا ورته ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS