د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې قرغه‌يي ولسوالۍ ته سفر وکړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۰:۱
د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې قرغه‌يي ولسوالۍ ته سفر وکړ

۱۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د ولایت او امنیتي مقاماتو په ملتیا د قرغه‌يي ولسوالۍ لرې پرتو غرنیو سیمو ته سفر وکړ او له قومونو سره یې د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې په اړه غونډه وکړه.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې چارو کمېټې له غړو سره یوځای قرغه‌يي ولسوالۍ ته سفر وکړ. دې سفر کې د لغمان امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال قاري عبدالباسط صدیق الرحمن، د ولایت مقام استازي، د علماؤ شورا غړي، د قول اردو استازي او د استخباراتو استازیو هم ګډون درلود. راغلي پلاوي په قرغه‌يي ولسوالۍ کې لومړی د ولسوالۍ له امنیه قومندان سره ناسته ترسره کړه او وروسته یې د لرې پرتو سیمو په غرنیو درو تورغر، کشموڼ او امبيړ کې له قومي مشرانو او ولسونو سره د ځنګلونو د ساتنې په اړه مشورتي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د ولسوالۍ د کرنيزو خدمتونو مدیر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیمو خلکو ته د ځنګلونو ساتنې په اړه مهم پیغامونه ورکړل. بیا د علماوو شورا غړي مولوي محمد هاشم د ځنګلونو د ارزښت او ګټو په اړه خبرې وکړې او له ولسونو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد د اسلامي امارت د پرېکړې په اساس د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې په موخو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې دا کمېټه به په ولایت کې د ځنګلونو ساتنې لپاره د ولسونو او قومي مشرانو سره په همغږۍ کار کوي. نوموړي د ځنګلونو اقتصادي، تولیدي او محافظوي ګټې هم روښانه کړې او له ولسونو یې وغوښتل چې د دې ملي شتمنۍ په ساتنه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د غونډې په پای کې د یادو سیمو ولسونو د راغلي پلاوي څخه مننه وکړه، چې له نږدې یې د دوی ستونزې واورېدې او د ملي شتمنیو د ساتنې په برخه کې یې د هغوی نظريات واخیستل. د سیمو خلکو ډاډ ورکړ، چې د ځنګلونو ساتنه به کوي او هیڅوک به نه پرېږدي چې په غیرقانوني ډول ځنګلونه پرې کړي. دې ولسونو هم خپلې ستونزې او غوښتنې له پلاوي سره شریکې کړې چې د پلاوي مشرتابه یې د حل ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS