پکتیکا کې پر زرګونو  بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۰:۵۶
پکتیکا کې پر زرګونو  بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د نړۍوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «آر،آر،اې،اې» مؤسسې په تخنیکي ددې ولایت پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې مرستې په ترڅ کې د مټاخان ولسوالی پر ۶۰۰ بزګرانو، د ډیلي ولسوالی پر ۱۵۰۰ او د خوشامند ولسوالی پر ۶۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددغو مستحقو کروندګرو د سروې چاري په اړونده ولسوالیو کي د ګډي کمېټې لخوا چي په ترکیب کي یې د ولسوالۍ مقام، امنیې قوماندانۍ، استخباراتو او زراعت استازي شامل دي ترسره شوي دي.
په دغه پروسه کي هر کروندګر ته ۵۰ کېلوګرامه د غنمو اصلاح سوی تخم، ۵۰ کېلو سپین او ۵۰ کېلو توره سره ورکړل شوي دي.
د دغو مرستو موخه په پکتیکا کي د اصلاح شوی تخمونو رواجول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو مځکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی جهت ترتیب طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵ در وزارت زراعت

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای تخنیکی و هماهنگی به منظور ترتیب و تنظیم طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵، تحت رهبری سید احمد خالد صاحب زاده، رئیس پالیسی و پلان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

بررسی صحی بزهای پروژه «مصونیت غذایی» در ولایت تخار

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار از بزهای تدارک‌شده در چارچوب پروژه "مصونیت غذایی" دفتر میشن ایست، بازدید تخنیکی و صحی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

جمع‌آوری ادویه‌جات تاریخ‌گذشته حیوانی از کابل مارکت هرات

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات اعلام کرد که تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی این ریاست از دواخانه‌های حیوانی در کابل مارکت این ولایت تفتیش و بررسی به. . .

BACK TO NEWS