هلمند کې پر څه باندې ۵۵ زره بزګرانو  د غنمو اصلاح شویو تخمونو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۰:۴۴
هلمند کې پر څه باندې ۵۵ زره بزګرانو  د غنمو اصلاح شویو تخمونو وېش لړۍ پیل شوه

۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د نړۍوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د پوهې د کچې  لوړولو یا جک مؤسسې په تخنیکي ددې ولایت پر ۵۵ زره او ۱۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
د هلمند دکرنې رییس مولوی نیاز محمد وهاج وویل، چې  ددې لړۍ په ترڅ کې د هلمند د مرکز لښکرګاه او د ١٨ ولسوالیو بزګران شامل دي، چې مرکز لښکرګاه کې ٣٥٠٠ تنه، ناوې ولسوالی کې ٤٥٠٠، واشېر ٤٠٠٠ ، ګرمسېر ٥٥٠٠، موسی کلا کې ٥٥٠٠، کجکي کې ٥٠٠٠، خانشین کې ٨٠٠، باغران کې ١٥٠٠، دیشو کې ٨٠٠، مارجه کې ٢٤٠٠، ناومیش کې ٨٠٠، نادعلي کې ٣٥٠٠، نهرسراج کې ٣٥٠٠، نوزاد کې ٣٥٠٠، سنګین کې ٣٥٠٠، ګرشک کې ٣١٠٠، بغني کې ١٧٠٠، بهرامچه کې ٥٠٠ او باباجي کې ١٥٠٠ تنه مستحق بزګر د یوې رڼې سروې له مخې انتخاب او د مستحقینو په لیستونو کې شامل شوي دي.
ښاغلی وهاج وویل، چې دغه مرستې د نړۍوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د پوهې کچې لوړولو یا جک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي، چې د مرکز لښکرګاه په شمول د ۱۸ ولسوالیو بزګر او ځمکوال پکې شامل دي.
د هلمند د کرنې رییس دغه راز وویل، چې ددغو مستحقو کروندګرو د سروې چاري په اړونده ولسوالیو کي د ګډي کمېټې لخوا چي په ترکیب کي یې د ولسوالۍ مقام، امنیې قوماندانۍ، استخباراتو او زراعت استازي شامل دي ترسره شوي دي.
په دغه پروسه کي به هر کروندګر ته ۵۰ کېلوګرامه د غنمو اصلاح سوی تخم، ۵۰ کېلو سپین او ۵۰ کېلو توره سره ورکړل شي.
د دغو مرستو موخه په هلمند کي د اصلاح شوی تخمونو رواجول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو مځکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS