هلمند کې د کرنې او مالدارۍ د پانګونې دوه ورځنۍ کنفرانس پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۷
هلمند کې د کرنې او مالدارۍ د پانګونې دوه ورځنۍ کنفرانس پیل شو

۱۰ کب ۱۳۹۹
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې USAID  په مالي او تخنیکي همکارۍ نن د کرنې او مالدارۍ د پانګونې دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.
ددې کنفرانس په پیل غونډه کې د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام او د یاد ولایت یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو، د هلمند پوهنتون رییس او استادان، د کرنې رییس زلمی الکو، د هېواد  د ۱۵ ولایتونو پانګوال، هلمند کې د بېلابېلو کرنیزو ټولنو مشران او غړي، د هلمند پانګوال، او ښځینه لاسي صنعت کارانې، ګڼو ولسي وګړو ځوانانو او مشرانو برخه اخستې وه.
د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام وویل: «خوښ یم، چې هلمند کې د یوې مهمې غونډې د پرانستې شاهدان یو. په دې کنفرانس کې د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې کېږي او دلته د هلمندي پانګوالو په ګډون د نورو ولایتونو پانګوالو ته د کار او پانګونې زمینه برابرېږي.
ورپسې د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاءالله افغان خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې، هلمند پخوا د غلو دانو د ګدام په نوم یادېده، باید پخوانی برم بېرته ترلاسه کړي او دلته د پانګوالو لپاره د لا ښو او بنسټیزو کارونو زمینه برابره شي.
ورپسې د افغانستان لپاره امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې د برخې مسوول احمد ذکریا احمدزی په خپلو خبرو کې وویل، چې ددو موخو په پار دغه کنفرانس جوړ شوی دی، چې یو یې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې  فرصتونو پېژندل او بل هم  د هلمند له سوداګرو سره د نورو ولایتونو د سوادګرو نښول دی تر څو دلته په ګډه پرمختیایي چارې سرته ورسوي.
 ښاغلي احمدزي زیاته کړه د هېواد له ۱۵ ولایتونو څخه ۴۰ تنه پانګوال هلمند ته دعوت شوي دي او په دې کنفرانس کې شتون لري تر څو دوی وکولای شی له نږدې د ځینو مهمو برنامو او پروګرامونو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.
وروسته د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو هلمند کې پر مهمو فرصتونو خبرې وکړې، نوموړي د څو مهمو استراتیژیکو نباتاتو یادونه وکړه، چې په دې برخه کې د پانګونې ښه زمینه برابریدلی شي.
ښاغلي الکو وویل د مالدارۍ په برخه کې هم ګڼ فرصتونه شتون لري او په دې ولایت کې د مالدارۍ او چرګانو فارمونو، د چرګانو د خوراکې جوړونې فیډمیل او د ګڼو برخو فرصتونو په هکله معلومات وړاندې کړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS