در دو ولسوالی کندز برای دهها دهقان تخم اصلاحشده گندم و کود کیمیاوی توزیع شد
۵ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمادى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
مسئولان ریاست زراعت کندز میگویند که برای ۶۶ تن از دهقانان ولسوالیهای امامصاحب و چهاردره، تخم اصلاحشده گندم و کود کیمیاوی از سوی بنیاد انکشاف آغاخان و در هماهنگی با ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندز توزیع شد.
در این روند، برای هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاحشده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود کیمیاوی یوریا و ۵۰ کیلوگرام کود کیمیاوی توره توزیع گردید. روند توزیع در حضور کارمندان مدیریت خدمات زراعتی و نماینده دفتر آغاخان انجام شد.
هدف از این کمک، افزایش حاصلات گندم، تشویق دهقانان به استفاده از نهادههای اصلاحشده زراعتی و تقویت سکتور زراعت، بهویژه در آستانه آغاز فصل کشت است. این کمکها میتواند در افزایش تولیدات زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان تأثیر قابل ملاحظه داشته باشد.
ریاست زراعت کندز از همکاری نهادهای همکار قدردانی کرده و تأکید میورزد که برنامههای حمایوی برای ارتقای ظرفیت دهقانان و توسعه تولیدات زراعتی در سراسر این ولایت ادامه خواهد داشت.
د کندز دوو ولسوالیو کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د امامصاحب او چهاردرې ولسوالیو ۶۶ تنو کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د آغاخان پراختیایي بنسټ له لوري او د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ ووېشل شول.
په یاد بهیر کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه د یوریا کیمیاوي سره او ۵۰ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره ورکړل شوه. د وېش دا لړۍ د کرنیزو خدماتو د مدیریت د کارکوونکو او د آغاخان دفتر د استازي په حضور کې ترسره شو.
د دې مرستې موخه د غنمو د حاصلاتو لوړول، بزګرانو ته د اصلاح شویو کرنیزو توکو د کارولو تشویقول او د کرنیز سکتور پیاوړتیا ده، په ځانګړي ډول د کرنې د موسم تر پیلېدو وړاندې. دغه مرستې کولای شي د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي او د بزګرانو په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ اغېز ولري.
د کندز د کرنې ریاست د همکارو ادارو له مرستو څخه مننه کوي او ټینګار کوي، چې د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او د کرنیزو تولیداتو د پراختیا لپاره به حمایوي پروګرامونه په ټول ولایت کې دوام ولري.
