توزیع مرغهای تخمگذار برای ۷۶ خانواده نیازمند در بلخ به منظور تقویت عواید خانوادهها و امنیت غذایی
۱۴ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ ذیالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
به منظور بهبود وضعیت اقتصادی خانوادههای روستایی و تقویت امنیت غذایی، برای ۷۶ خانواده نیازمند در ولسوالی کشنده ولایت بلخ مرغهای تخمگذار توزیع شد.
این کمک با هماهنگی مدیریت خدمات زراعتی ولسوالی کشنده و با حمایت مالی و تخنیکی موسسه «دبلیو دبلیو اچ» تطبیق گردید. بر اساس این برنامه، برای هر خانواده مستحق ۵۰ قطعه مرغ تخمگذار مطابق معیارهای تعیینشده و بهگونه شفاف توزیع شد.
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ میگویند که هدف از اجرای این برنامه، گسترش منابع عایداتی خانوادههای روستایی، تقویت وضعیت اقتصادی آنان و فراهمسازی زمینه دسترسی به مواد غذایی مغذی است تا خانوادههای مستفید بتوانند از طریق پرورش مرغها، عواید پایدار بهدست آورند.
به گفته مسئولان، مرغداری یکی از منابع مؤثر و پایدار درآمد برای خانوادههای روستایی و نیازمند به شمار میرود که افزون بر کمک به خودکفایی اقتصادی خانوادهها، در تأمین امنیت غذایی و افزایش تولید مواد غذایی دارای پروتین نیز نقش مهمی دارد.
آنان افزودند که تطبیق برنامههای مشابه حمایوی و انکشافی در بهبود سطح زندگی خانوادههای نیازمند، کاهش فقر و توسعه فعالیتهای زراعتی و مالداری تأثیر قابل توجهی دارد.
مسئولان همچنان تأکید کردند که اجرای پروژههای مشابه از سوی نهادهای دولتی و موسسات همکار به منظور رشد سکتور زراعت، تقویت اقتصاد روستایی و ایجاد فرصتهای پایدار عایداتی ادامه دارد تا زمینه بهبود شرایط زندگی مردم فراهم شود.
د کورنیو عایداتو او خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه؛ بلخکې ۷۶ اړمنو کورنیو ته د هګۍ لرونکو چرګانو وېش
١٤ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ په کچه د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، ۷۶ اړمنو کورنیو ته د هګۍ لرونکو چرګانو مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته د کشنده ولسوالی د کرنیزو خدماتو مدیریت په همغږۍ او د "ډبلیوډبلیواچ" مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره شوه، چې له مخې یې هرې مستحقې کورنۍ ته ۵۰ دانې هګۍ لرونکې چرګانې د شفافو او ټاکل شویو معیارونو له مخې ووېشل شوې.
د بلخ کرنې ریاست د چارواکو په وینا، د یاد پروګرام موخه د کلیوالو کورنیو د عایداتي سرچینو پراخول، د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او د مغذي خوړو لاسرسي ته زمینه برابرول دي، څو مستفیدې کورنۍ وکولای شي د چرګانو له روزنې څخه دوامداره اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، د چرګانو روزنه د کلیوالو او بېوزلو کورنیو لپاره د عاید یوه اغېزمنه او دوامداره سرچینه ده، چې نه یوازې د کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په پیاوړتیا کې مهم رول لري، بلکې د خوړو خوندیتوب او د پروټین لرونکو خوراکي توکو د تولید په زیاتوالي کې هم ارزښتناک اغېز لري.
هغوی زیاته کړه، چې د ورته پرمختیایي او حمایوي پروګرامونو پلي کول د اړمنو کورنیو د ژوند د کچې په لوړولو، د بېوزلۍ په کمولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو په پراختیا کې مهم رول لوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې سکټور د ودې او د کلیوالو ټولنو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د دولتي ادارو او همکارو مؤسسو له لوري د ورته پروژو پلي کول دوام لري، چې موخه یې د خلکو د ژوند شرایطو ښه کول او د پایدارو عایداتي فرصتونو رامنځته کول دي.
