دهلمند ګرمسېر کې له ١١۱ بزګرانو سره د کیمیاوي سرو مرسته وشوه

د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست افغانستان لپاره د ډنمارک کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د ګرمسېر ولسوالی پر ١١۱ بزګرانو کیمیاوي سرې وېشلي دي.
ددې مرستو په لړ کې هر بزګر ته ٥٠ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوي دي.
د سروې په لړ کې د ګډې کمېټې لخوا هغه بزګر په نښه او انتخاب شوي دي، چې د ټيټ اقتصاد لرونکي ؤ.
د یادونې وړ ده چې یادو بزګرو ته د ښې کرکېلې په اړه عامه پوهاوی هم ورکول شوی دی.