د ننګرهار د کرنې ریاست؛ سږکال په ۱۹۵۳ هکتاره ځمکه  ګني کرل شوي 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۰:۵۹
د ننګرهار د کرنې ریاست؛ سږکال په ۱۹۵۳ هکتاره ځمکه  ګني کرل شوي 

ننګرهار په افغانستان کې په دودیزه توګه د ګنیو د کر تر ټولو لویه سیمه ده. دغه ولایت پرېمانه اوبه لري او ځمکه او موسم یې د ګنیو کرکیلې ته جوړه ده. د ګنیو د کرلو لپاره ګرمه سیمه شرط ده، شاید همدا لامل وي چې ننګرهار په تېره ددې ولایت کامې ولسوالۍ غوره ځای ورته ګڼل شوی وي. ګني ډېرو اوبو ته اړتیا لري، هرڅومره چې ډېرې اوبه ورکړل شي، هومره یې حاصلات ښه وي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږ د دې ولایت په ۱۹۵۳ هکتاره ځمکه باندې ګني کرل شوي، چې له دغو کروندو څخه به زرګونه ټنه ګني ترلاسه شي.
ګني د کب په ۱۵ مه کرل کیږي او د بل کال د لړم په ۱۵مه حاصل ورکوي. د ګني په کروندو کې بېلابېل سابه لکه رومي بانجان، فاصله، پیاز، کچالو او داسې نور سابه هم کرل کیږي. د نورو نباتاتو په پرتله د ګنیو حاصل او عواید زات دی. 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار د کامې، ښېوې، بټي کوټ او بهسودو ولسواليو ګني پر ننګرهار سربېره کونړ، لغمان، کابل او يو شمېر نورو ولايتونو ته هم د پلور لپاره لېږل کیږي.
د ننګرهار د کرنې چارواکي وايي، هڅه يې داده چې کروندګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د ګني کرکېله پراخه او کروندګر د ګنیو کرکېلي ته مخه کړي.
د ګنیو خوږې اوبه په بېلابېلو هېوادونو کې د خوږو توکو لکه بورې، قندونو او نورو توکو په جوړولو کې کارول کېږي، خو زموږ په هېواد او ځانګړي توګه په ننګرهار کې یې له ډېرې برخې ګوړه جوړوي.
په ننګرهار کې هرکال په سلګونه هکتاره ځمکه ګني کرل کېږي او سږکال په دغه ولایت کې په ۱۹۵۳ هکتاره ځمکه بختور،  شین باڼس، سپین،  ۳۴۶، ۳۱۰ هایبریډ ګني کرل شوي.
 په منځني ډول له یوه جریب کرل شویو ګنیو څخه تر ٨٠٠  کیلو ګرامه ګوړه او نور خواږه توکي جوړیږي.
  ډېر ګني د دغه ولایت په کامه ، کوز کونړ ، سره رود، بهسود او بټي کوټ ولسوالیو کې کرل کیږي او له دې څخه ډېره ګوړه هم تولیدیږي.
دننګرهار کرني ریاست د شمېرو له مخې په ننګرهار کې د ګوړې جوړولو ټولې۱۴۴ ګاڼۍ کار کاوه چې ۱۵۸۴ کسانو ته په مستقیم او زرګونه نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې  وه.
تېرکال په ننګرهار کې پر ۱۶۵۰ هکتاره ځمکه ګني کرل شوي وه،  چې ۷۵ زره او ۷۵ مټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شوې وه.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و کمیته هالند

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
تفاهم‌نامه همکاری پروژه «بهبود معیشت‌های پایدار و تقویت زنجیره‌های ارزش در برابر تغییرات اقلیمی در افغانستان» میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و کمیته هالند در کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۳۵
Background image

در ننگرهار برای صدها مالدار زلزله‌زده مواد خوراکی حیوانی، ادویه و کمک نقدی توزیع می‌شود

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، از سوی موسسه خدماتی جوانان افغان، برای ۷۵۰ خانواده زلزله‌زده در ولسوالی دره‌نور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۳۵
Background image

توزیع ۳۰ هزار  نهال‌های غیرمثمر در ولسوالی شیبر بامیان 

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان در همکاری با موسسه بنیاد آقاخان، روند توزیع ۳۰ هزار نهال‌های غیرمثمر را در ولسوالی شیبر این ولایت عملی ساخت.
در این برنامه،. . .

بازگشت به خبرها